دا تاریخي سوغات زموږ دکولتوري ټولنې په نوښت ښاغلي رحیم شاه ته د ده دلوړ هنراو هغې سپېڅلې مینې په بدل کې ورکړ شو کومه چې، رحیم شاه یې زموږله برې پښتونخوا سره لري ددې سوغات طرحه او ډیزاین ما پخپله کړی چې هر رنګ اوجوړښت پکې ځانګړي تاریخي، سیاسي، پوځي، جغرافعوي ارزښتونه او مفاهیم لري دایو Original اصل سوغات دی چې دهنري برخو کاپي یې بل هیڅوک نه لري له ماسره هم نشته خوصرف همدا پاس تصویر یې راسره پاته دی زه فکر کوم چې دا اثر به هم په نږدې او هم په لرې راتلونکې کي لا نور هم خپل تاریخي ارزښت تر لاسه کړي، په جرمني کې زموږ د بایرن مېشتوافغانانو کولتوري ټولنه په خپله ټوله افغانه مینه سره د لر اوبر دې ځلانــده ستوري ته دا سوغات ډالۍ کوي زموږ کولتوري ټولنه پوره ډاډ لري چې ښاغلی رحیم شــاه به د همدې ســوغات په لیدلوسره نور هم خپل هنر ته وده ورکړي، نوي الهامـونه به یې په برخه ، د سیمې او نړۍ په کچه به دمظوم ولس نارې دخلګو غوږونو ته ورسوي .
عزیزانــــــو!
تېره شپه په مونشن ښار کې رحیم شاه یو په زړه پورې کنسرت اجرأ کړکه څه هم سخت یخني وهلی او ناروغ و خو ماشالله دومره په خپل ځان او خپله هنري ډله حاکـــم و چې هیڅچا فکر نه کاوه چې هغه د ناروغ وي ، خپله مستي اوهنري حرکات یې د تل په څېر نندارچیانو ته ښودل زما لپاره داډېره په زړه پورې وه چې له رحیم شاه سره مې هم په ځانګړي ډول ولیدل او هم مې دلمړي ځل لپاره دهغه د هنر ننداره په مخامخ ډول وګړه د هغه هنري ځانګړتیا اوله نورو سندرغاړوسره توپیر مې په دې کې ولید چې د هرې سندرې دویلو په وخت کې نور طروزونه داسې ورسره ادا کوي چې تاسې به وایاست په یو تار کې ګلان پېي دا کار هرڅوک نه شي کولی یا به موسیقي ورڅخه ښکته او پورته کیږي یا خو به یې دخپل غږ وزن ورانیږي خو رحیم شاه ته زه په دې حیران یم چې نه تنها له کومې ستونځې سره نه مخ کیږي بلکې خپله هنري ډله هم په خورا هنري مهارت سره اداره کوي
زما په غالب ګمان به په دې هنري ډله کې نه پښتانه وي او نه به دوی د پښتو موسقي کومې ځانګړې زده
کړې کړې وي لنډه دا چې ټول ښه وځلېذل کور یې اباد موږ خو یې د څو ګانټو لپاره د تاریخ د دې ترخه پړاو له غمیزو څخه ګوښه کړي وو بیا یې هم کور ودان .
اوس به په لنډ ډول د بایرن مېشتو افغانانو حضور، مینه او احساسات تاسو ته بیان کړم :
اول خو دا چې د جرمني دبایرن ایالت له مختلفو سیمو څخه افغانانو ځانونه را رسولي وو څوک جره (یوازې) او څوک له خپلو کورنیوسره که څه هم سالون پوره ډک نه و خو بیا هم زلمو په مستو مستو نڅاوو سره خپل ګران سندرغاړی ښه په خوند بدرګه کړ زموږ دزلمو ښه صفت دا وچې دمحفل نظم یې پوره مراعت کاوه، په خپلو حرکاتو باندې حاکم اوکومه بې لاري ورڅخه رامینځ ته نه شوه دیادولو وړ ده چې زموږ دکولتوري ټولنې یو شمېر زلمیان هم په نڅا او هم دسالون په هره خوا کې په داسې حال کې موظف شوي وو چې نه خو رحیم شاه خبر و او نه دهغه مېلمه پال البته موږ په چاکوم احسان نه باروو صرف زموږ دکولتوري ټولنې غړو داوپتېله چې موږ مونشن مېشتي افغانان باید خپل مېلمه په هسکو سترګو رخصت کړو هو!
رحیم شاه زموږ مېلمه و موږ افغانان یو دمېلمه پالنه خپل فرض ګڼو خدای (ج) د وکړي چې رحیم شاه او دهغه هنري ډله له مونشن څخه په خوشحالي سره تللې وي .
دا وه زموږ مینه او احساسات اوس به لږ د ګډونوالو شمېر تاسو ته ولیکم :
زموږ دټولوګډونوالوبرخه په سلولو کې ۷۰ پښتنو او ۳۰ یې زموږ نورو قومونو جوړوله چې په ټولیز ډول په سلو کې ۶۰ زلمیان ، ۳۵ د منځني عمرخاوندان اوپه سلوکې ۵ دپاخه عمر لرونکي کسان وو داهم باید ولیکم چې د بایرن په ایالت کې ګڼ شمېر افغانان اوسیږي خو له بده مرغه په داسې محافلوکې دلاندینیو ستونځو له وجې ګډون نه کوي :
۱ ــ دورځنیو ستونځو له کبله
۲ ــ دبې وسي له کبله
۳ ــ دتعصب او تنګ نظري له کبله
۴ ــ له خپل کولتور او هېواد سره دبې میلي له کبله
۵ ــ د ناپوهي له کبله
درحیم شاه کنسرت د شپې په یوه بجه په خوږه سندره (سندره دپښتون ) په داسې حال کې ختم شو چې بې له کوم تعصب ځخه ټولو ګډونوالو په چکچکو بدرګه کاوه دا زما لپاره یوه نه هېرېدونکې او خوښونکې خاطره ده څوک چې راغلي وو کور یې اباد .
تل د وی افغان ولس، ژوندي او بریالي د وي د پښتو موسیقي ځلانده ستوري
دبایرن مېشتو افغانانو کولتوري ټولنه