د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزيري او د خلق ګوند مشري بېنظير بوټو
لومړی تلين او د فاتحې مراسم د لومړي وزير په دفتر کښي د دولتي چارواکو،
بهرنيو سفيرانو اوډيپلوماتو په ګډون په خاص ډول ترسره سول .
مېرمن بوټو چي په انګلستان کښي تر څو کاله جلاوطنۍ وروسته بيرته د
هيواد په نويو انتخاباتو کښي د ګډون په موخه پاکستان ته راستنه سوې وه تېر کال
د راولپنډۍ د لياقت باغ په سيمه کښي د خپلو زرګونو ملاتړ کونکو يوې غونډې ته له
وينا وروسته د ستنيدو په حال کښي تر بريد لاندې راغله او ووژل سوه او پر ځای يې ددې
مېړه آصف زرداري د ګوند مشري او په انتخاباتو کښي تر بري وروسته د دولت چاري له
پوځي مشر پروېز مشرف څخه تر لاسه کړې .
وروستيو راپورنو ته په پام سره د پاکستان سياسي وضع لا پسي مخ په
خرابېدو ښکاري .