کور / تازه خبرونه / ميوند:امريکايانو ۱۱ تنه وژلي ، يوه مېرمن او درې ځوانان يې بېولي دي

ميوند:امريکايانو ۱۱ تنه وژلي ، يوه مېرمن او درې ځوانان يې بېولي دي

د کندهار ولايت لويديځ ته د ميوند ولسوالۍ د خوګياڼو پر کلي د امريکايي ځواکونو لخوا تيره شپه بريد سوی ، يوولس تنه يو په يو وژل سوي ، د يوې مېرمني په ګډون څلور تنه ژوندي بېول سوي او تر هغه وروسته پر سيمه د الوتکو له خوا بمباري سوې ده ، دا خبره د ياد سوي کلي يوه اوسيدونکي جمال ازادۍ راډيو ته وکړه . د يادوني وړ ده چي د ايساف ځواکونو د تېري شپې په بريد کي هر ډول لاس درلودل رد کړي دي ، امريکايي ځواکونه وايي چي تيره شپه يې په ياده سوې سيمه کي ۱۱ طالبان وژلي يو شمېر يې ژوندي نيولي او د بم جوړولو يوه دستګا يې له منځه وړې ده .