د پكتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ كې د يوې بمي چاودنې له امله څلور ماشومان وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
دا پېښه تېر ماښام مهال، هغه وخت وشوه، چې ماشومان په يوه نوي موندل شوي بم لوبې كولې او پسې وچاوديد.
د پكتيا امنيت امر غلام دستګير رستم يار وايي، چې ياده مرګ ژوبله د زرمت ولسوالۍ، د سهاكو او خطبې سيمو ترمنځ د لويې لارې پر سر شوې.
دى وايي، چې چاودنه د افغان او بهرنيو ځواكونو يوې پوځي اډې ته نېږدې ده، خو د ده په وينا دغلته د پخوانيو پاتې شويو ماينونو امكان هم ډېر دى.
د سيمې خلك وايي، چې په پېښه كې ژوبل شپږ ماشومان يې د پكتيا په مركز ګردېز كې ملكي روغتون ته رسولي، خو د دوو روغتيايي حالت نازك دى.