ورځنۍ تبصره ـ ۲۴/۱۲/۲۰۰۸
دسه شنبې په ورځ ولسمشر حامد كرزي په ناڅاپي ډول خوست ته سفرو کړ او هلته يې دقومي مشرانویوی غونډی ته په خپله ویناکې یواربیاخورازیږې خبری وکړي .
کرزي وویل چې خپلسرې تلاشۍ او په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو وژنې او په سپيو داړنې بيخي د زغملو وړ نه دي، اوپه خبره یی چې په وار وار يې په دی اړه دبهرنیوځواکونوله مشرانوسره خبری کړي خوچاورباندی غوږ نه دي ګرولي.
ولسمشر كرزي چې په عامیانه خواحساساتي توګه يی خبری کولي وویل ،كه بهرنیان دده خبروته غوږنه کښیږدی ، نو اړ دى، چې له ټولو افغانانو جوړه يوه جرګه را وغواړي او په دغه هېواد كې د بهرنيو ځواكونو پر شتون او كړو پرېكړه وكړي.
که څه هم چې دښاغلي کرزي دخبروموخه ښایي عاموخلګوته دځان سپیناوی اودطالبانو، حکومتي اونړیوالوځواکونوپه عملیاتوکې له څوکلني پراخي مرګ ژوبلي څخه دهغه دزمي دخلاصون هڅه به وه خودغونډی یوه ګډونوال قومي مشرله کرزي څخه په لوڅ ډول وپوښتل چې که دونه بی وسه وي نوولي استعفانه ورکوي ؟
دي ته په پام سره چي دولسمشرکرزي دحکومت قانوني ژوندته یوازي څومیاشتي پاته دي ډیری کتونکي په دي باوردي چې په دی وروستیوکي دبهرنیوځواکونوپه اړه دهغه دغه ډول ترخې خبري اوان پرخپل حکومت یی ځیني نیوکي دخلګوپه منځ کي دخپل بایللي ارزښت دبیاموندلوهڅه اوټاکنیزکمپاین دی .
خوست ته دولسمشرکرزي سفرچې ظاهرایی موخه دبهرنیوځواکونوپه عملیاتوکي له هغي زیانمني سوی کورنۍ سره غمرازي وه چې څوورځي وړاندي یی دري تنه وژل سوی ، څوتنه یی بیول سوي اوڅونوریي په سپیوداړل سوي و، داسی مهال ترسره کیږی چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون په روان کال کې د بهرنيو ځواکونو او وسله والو مخالفينو په عملياتو او بريدونو کې د۴۱ په سلوکي ملکي مرګ ژوبلي دزیاتیداخبرورکړي.
د بشري حقونو خپلواک کميسيون په يوه خپور شوي تازه رپوټ کې وايي په روان کال کې نژدې دوه زره عام وگړي د ناټو او وسله والو مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي چي شاوخوا زر تنه د وسله والو طالبانو او پاتې نور يې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بمباريو او عملياتو کې له منځه تللي دي .
خوپه افغانستان کی میشت بهرني ځواکونه وایي چې دوى ولسي خلک نه وژني او همدا طالبان دي چې له خلکو نه د سپر په توگه کار اخلي چې له امله يې هغوى ته د سر زيان اوړي بل پلوبیاطالبان هم خپل ځانونه پرملکي مرګ ژوبله نه ګرموي اووایي چي بهرنیان دخلګوپرکورنوړندې بمبارۍ کوي .
که هرڅه وي خوجوت حقیقت دادی چې په افغانستان کې دطالبانواوتروریزم پروړاندي دجګړی ډیرزیان عادی افغانانوته اوښتي ، طالبان ورځ تربلې ډیرسوي ،قوي سوي اودنفوذساحه یی پراخه سوي خوعادی خلګ لاهم دژوندبدې تجریبي ګالي .
دشنونکوپه باور، نړیواله ټولنه ددي پرځای چې په افغانستان کی خپل عسکرزیات کړي بایددافغانانوپه ژوندکي دبدلون راوستلوپرلاروچاروغوروکړي .
دتیروڅه باندی اووکلونوپه ترڅ کی په ډاګه سوه چې دافغانستان په کلیواوبانډوکې دنړیوالوځواکونوعملیات پرته له دي چې دملکی وګړودمرګ ژوبلی سبب سي ، چندان ګټورنه و، نړیواله ټولنه بایددافغانستان له پولوبهرچیری چې دتروریزم جرړي شني دي دعملیاتوتمرکزوکړي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه