(مينه)
مینه له میني پیـداکیږي راسه مـــــینه وکـــــــو
دزړه خوالــــــه سره بیان لکــــــه (آئینه )وکـــــــو
ماستـــــادمیني سمــــندرکــــي تجربـې ولیدې
ماپه غم ناکوستـرګوستادمخ شوغلې ولیدې
ماهیبت ناکـــــه باوحشـــــته زمزمــــــې ولیدې
خوږه جلـــــسه به دخپل میني ښه سنګینه وکو
مادهجران په توروشپوکـــي بریــــــښناولیدله
مادتوبـــــې په دروازه کـــــي غــــــوغــــاولیدله
مادقفــــــــس په ولــولوکـــــــــي عـــــــنقاولیدله
راســــــه دواپــــــه زخمــــــي زړونونازنـینه وکو
مادسپوږمــــــۍ سره ژړلـــــــه تاخندانــــــه کول
مادکـــلونـــــــووفاغوښتل تاوفـــــــانــــــــه کول
مادي دلــــــبوجام طلــــب کــــی تاعطانــــه کول
قدردانــــي به ماوتاخپلـــــــــه شریـــــــنه وکــــــو
مادي په خـــوب کي تصویرونـه دښکلاولیدل
مادي په لــبوکي خــــواږه شراب اشـــــناولیدل
مادي دحسن پـــــه بازارکي ښـه ســــوداولیدل
راســـــــه محبت دصداقــــــته ماجــــــیبینه وکو
مادي دمینــــي په لـــمبوکــــــــي پتنګان ولیده
مادي ودرتــــــه ستړي ســـــوي ملــنګان ولیده
مادي په مینه کي غرک ســـوي عاشقان ولیده
عبدالقیوم اکبـــــــــــري داخــــــــبره سپینه وکـو