په مرګ باندی راضی ولی تا زه نه وژلم
ظالمه پلاره ولی دی بوډا ته ورکولم
زماپر سر چه اخلی ته ولؤر هغه دی زار سه
په غم دي کړم اخته پلاره ژوندون دی سورانګارسه
ایمان لوټوته نه لری تا ډیروژړولم
میلمه دی زما غمونه کړه په سروسترګوژړیږم
میړه می ترتامشردی بابکه زه شرمیږم
دښکلی ځوان ارمان لرم تازوړته کښینولم
خبره دی زما مورنه کړه تاخرڅه پربوډاکړم
بابکه ترقیامته به وتالره ښیرا کړم
دپیغلو پیغوروته دی زه څنګه غورځولم
دبزي په شان دی خرڅه پرقصاب کړم باباجانه
الله دی سزادرکی زه خوومه بی زبانه
بي رحمه زمامورخوپه نازنازرالویولم
ترځمکه دی خداي(ج) لاندی کی ظالم دجنی پلاردی
دلورپه ولؤرخیټه ډکوی غل داړه ماردی
زعفران((باغراني)) شعرته داظلمومجبورولم