کور / راپور / د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزه غونډه

زه لا اوس هم د زړه وره کې یم ولاړه
ښکلي نه را پریږدم خواته په دې لاره

ماته مــه راځه په شا شـه عزراییله
زه مــړه شوې یم پخوا له انتظاره

غوټۍ پکتیا واله

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اته ویشتمه اونیزه غونډه د 1387 کال د مرغومې میاشتې په دیرشمه نیټه یوه بجه د استقلال لیسې په تالارکې د ګڼ شمیر خویندو په ګډون سره پیل شوه د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیردغه غونډه سولې نیازۍ چلوله . او میلمانه محبوب او عبدالروف امرخیل و.

د غونډې په پیل کې د درانه استاد محمد صدیق پسرلي د اروا ښادې میر منې روح ته ددعا لاسونه پورته شول په غونډه کې ددغې پتمنې میرمنې مړینه یوه ضایعه وبلل شوه ، کورنۍ ته یې د جمیل صبر دعا وشوه.

ورپسې د تیرې غونډې رپوټ نظیفې نیازۍ ولوست 

وروسته بیا د ریپوټ په اړه خبرې وشوې. استاد علم ګل سحر د ریپوټ په اړه  وویل : ښه رپوټ یې لیکلی و ، ښه به وه چې د کره کتنې د برخې ټولې خبرې را اخیستل شوې وای ځکه په تیره غونډه کې خویندو ډیرې ګټورې خبرې وکړې، که چیرې د ریپوټ په سرکې د (غونډې )پر ځای ( د میرمن کلتوري ټولنیز بهیر)  لیکل شوی وای نو ښه به وه . راحلې نوري د ریپوټ په اړه وویل ، که چیرې په ریپوټ کې د ( شوه ) پر ځای ( شوې ) راغلی وای نو بده به نه وه . په ټولیز ډول ریپوټ وستایل شو.

دغونډې په بله برخه کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په کاري مسلو خبرې وشوې ، د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ویبپاڼې ته د نویو مطالبو په برابرولو ټینګار وشو ، همدا راز د ژمي د ستونزو له امله د د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر اوونیزو غونډو ته د میرمنو د راتګ پر ستونزو خبرې وشوې وپتییل شوه چې په راتلونکې غونډه کې په دې اړه پریکړې وشي .

ورپسې د سپوږمۍ نوري پر شعر کره کتنه پیل شوه . د سپوږمۍ نوري شعر داسې وو: 

زه او سپوږمۍ شپې ته رڼا ورکوو
مین ته مینه په ریښتیا ورکوو

لا مو جفا هیڅ پیژندلې نه ده
هر چاته لاس مونږ د وفا ورکوو

د مینې تخم مونږ په زړونو شیندو
مونږ مین زړونو ته صفا ورکوو

د شعر له لوستلو وروسته د غونډې ګډونوالو د شعر په هر بیت جلا جلا خبرې وکړې ،سولې وویل ، هر هغه څوک چې شعر لیکي نو باید چې له پنځو (5) مصرعو څخه کم نه وي او که کم وي نو هغه ته شعر نه بلکه چهار بیته ویل کیږي . .

په دریمه برخه کې مشاعره وشوه چې هر یوۀ په خپل وار سره خپل شعرونه وړاندې کړل طوبا ندا صافۍ او ورپسې سولې نیازۍ په ښکلي اواز یو شعر ولوست چې د یوه شعر څو بیتونه دادي : 

ورځ مې له غاړې شي چې شپه له غاړې واړومه
زوړ غم تازه شي چې تازه له غاړې واړومه

د نړۍ خلکو دا احسان راسره تل کړی دی
وسله رالیږي چې وسله له غاړې واړومه 

وروسته ښاغلي امرخیل میرمن کلتوري ټولنیز بهیر ته د همکارۍ او په ښه ډیزاین او کیفیت سره د بیلابیلو سیاسي ، اجتماعي ، ناول او ادبي کتابونو د چاپ ژمنه وکړه ، نوموړي د افغان ښځینه شاعرانو د شعرونو د یوې ګډې ټولګې د چاپ ژمنه هم وکړه . د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیرغونډې پیغلې سپوږمۍ نوري ته دنده وسپارله چې دښځینه شاعرانو د شعرونو ټولګه را ټوله او چاپ ته یې چمتو کړي ، دغه راز له ټولو افغان میرمنو څخه هیله وشوه چې خپل ۳ – ۶ قطعو شعرونه له خپلې لنډې پیژندنې او عکس سره میرمن بهیر ته ژر ترژره راواستوي ، څو په دغه کتاب کې د ټولو افغان شاعرو میرمنو او پیغلو شعرونه خپاره شي . بیا هغه دوه کتابونه چې یو یی ( د مینې روغتون ) په نوم چې د استاد علم ګل سحر ژباړه وه ، او بل کتاب چې نوم ېې ( د پښتو ګرامر )  او لیکوال ېې ښاغلی صدیق اله ریښتین وو د غونډې پر ګډونوالو وویشل شول .دغه راز په دغه غونډه کې د کاروان ادبي ټولنې شپږ شپږ کتابونه د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په غړو وویشل شول ، چې له دغې ټولنې څخه مننه وشوه.

ورپسې سپوږمۍ خپل شعر ولوست او پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به پر داستان بحث کیږي . روانه غونډه پر څلورو بجو پایته ورسیده .