دناټو د عامه اړيکو او مطبوعاتي څانګي له خوا په يوه تازه رارسېدلې خبرپانه کي ويل سوي چي د دوی يو سرتيری د افغانستان په جنوب کي وژل سوی دی ، په خبرپاڼه کي د سرتيری هويت او ځای ځاګی نه دی ښودل سوی ، د يادوني وړ ده چي تېره اوونۍ د افغانستان په سهيل کښي د بهرنيو ځواکونو لپاره يوه خونړۍ اوونۍ وه .
د طالبانو وياند ( د اسلامي امارت مطبوعاتي دفتر ) تر اوسه په دې اړه خبر نه دئ خپور کړئ .