کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خوست له قومي مشرانو سره د ولس مشر کرزي د پرونۍ لیدنې ته په اشارې د ښاغلي کرزي په حواله لیکلي دي که چیرې امریکایانو يې خبره ونه منله نو د ولسونو جرګه به راوبولي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د هسپانیې ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو د ستراتیژۍ بدلولو ته اړتیا ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا د امریکا د لوې درستیز سره د ښاغلي کرزي د خبرو دا برخه راغستې چې بهرني ځواکونه باید د افغانستان د قوانینو سره سم عمل وکړي.


د  انیس دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په خوست ولایت کې د وروستۍ پیښې له قربانیانو سره د ولس مشر کرزي لیدنې ته ځانګړې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې په هره بیه چې ممکن وي دداسې پیښو د تکرار مخنیوې به کوي.

ورځپاڼې  پخپله سرمقاله کې بیا روانې امنیتي وضعې ته په اشارې پوښتنه کړې چې  امنیت څوک خرابوي.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون په حواله لیکلي دي چې  دوې اوس بودیجې او امنیت ته په انتظار دې.


د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون  د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په روان کال کې  په افغانستان کې د عامه وګړو مرګ ژوبله یو څلویښت په سلو کې زیاته شوې ده.

ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې مسلې ته ځانګړې کړې او په حکومت يې د انتقاد ترڅنګ لیکلي دي چې  ناوخته يې له خلکو سره غم شریکي کړې.

ورځپاڼې د سعودي له باچا سره د ملا محمد عمر د تماس په اړه د خپور شوي رپورټ په غبرګون کې د طالبانو دا څرګندونې راغستې چې دوې نه له چا سره خبرې کړي او نه يې هم له چا سره تماس نیولې دې.


د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم خوست ته د ولس مشر کرزي سفر څیړلې او د خوست د قومي مشرانو په حواله يې لیکلي دي چې ایتلافي ځواکونو دوې  يې پخپلو کورونو کې پخپلو وینو ولړل.

ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د بهرنیو ځواکونو د یو قومندان په نقل لیکلي دي چې د افغانستان په دریو کې یوه برخه له وسلوالو مخالفینو سره ده.

ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې بیا هڅه کړې چې د هیواد د روانو غمیزو عوامل او د هغو د حل لارې چارې ولټوي.


د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم د خوست له قومي مخورو سره د ولس مشر  کرزي د خبرو دا برخه راغستې چې د امریکايې سپو لخوا د میرمنو او ماشومانو داړل د زغم وړ ندې.

د ورځپاڼې په یو بل ځاې کې لیکل شویدي چې بهرني ځواکونه  په افغانستان کې د نشه يې توکو په خلاف د مبارزې حق نلري.

ورځپاڼې یو انځور هم خپور کړې چې پکې د کوکنارو له یوې کرودنې سره بهرني ځواکونه د تیریدو په حال کې ښودل کیږي.


د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سییمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خبرې کړیدي.

هیواد پخپله سرمقاله کې بیا هم په ټینګار سره لیکلي دي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله د زغم وړ نده.

خو اصلاح بیا د شکاګو ټربیون ورځپاڼې سره د ولس مشر کرزي په وروستۍ مرکې تبصره کړې او لیکلي دي چې جګړه په سولې سره پاې ته رسیږي.


او د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سعودي عربستان له باچا سره د ملا محمد عمر تماس ته په اشارې لیکلي دي چې د طالبانو پیښې سستې شویدي.

په ورځپاڼه کې د امریکا په مالي مرسته په افغانستان کې د قومي ملیشو جوړولو ته په اشارې د ولس مشر کرزي دا اندیښنه هم راغستل شوې چې چیرې دا ملیشې د جهادي ډلو په ګټه کار ونکړي.