الوت د ی خو بې شمیره طوفانونو کې جانانه
په تکو تور و شپو او طــــــوفانو نو کې جانانه
د وخت د خواهشونو او غوښتنو سره زغل دی
سیلۍ حصارول دي په لاســـــــــونو کې جانانه
د کلي په هر رنګ او هر موسم کې بارود ښکاري
تیاره مو جوړه شوې ده په زړونــــــو کې جانانه
ستا عکس دی د ایلم د غره لمن ده او سپوږمۍ ده
زما د زړه په ټولو منــــــــظرونو کې جانانه
رحمان بونیری کراچۍ