کور / تازه خبرونه / يوطالب ټپي او د پوليسو يورنجنر موټر او ۶ سرتيري وژل سوي

يوطالب ټپي او د پوليسو يورنجنر موټر او ۶ سرتيري وژل سوي

تيره ورځ درودګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دهفت اسياپه سيمه کې دطالبانو اوپوليسوترمنځ سخته جګړه سوه .

په دې جګړه کې دپوليسويوموټر اوپه کې سپاره شپږ سرتيري ووژل شوي اويوطالب همپه کې ټپي شوي دي .

عيني شاهدان وايې چې پوليسو ته له اوښتي مرګ ژوبلې سره سم نور پوليس راورسيدل اودهفت اسيا دزرک خيلو په کلي يې دراکټ اوکلاشينکوف دمرميو سختي ډزې پيل کړي چې په ترڅ کې يې يوماشوم ټپي اودڅوتنو نوروکليوالو کورونه يې سخت ويجاړکړل .

 د طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد  له يوه ناڅرګند ځاي څخه لراوبر ته وويل چې  چې  تيره ورځ مازديګر مهال يې  دسيد اباد ولسوالۍ  د سالارو سيمې ته نږدې دهفت اسيا په سيمه کې دپوليسويورنجر موټراوپه کې ناست شپږ سرتيري ديوکمين په ترڅ کې وژلي دي .

هفت اسيا سيمه يوه له هغو سيمو څخه ده چې هميشه په کښې دپوليسو اوبهرنيو پوځونوپرکاروانونوبريدونه کيږي .