د ننگرهار ولايت د جلال آباد ښار د گل آغا شيرزي په لوبغالي کې د افغانستان د اطلاعاتو کولتور د وزارت په نوښت درې ورځنى کتاب نندارتون د يکشنبې په ورځ د مرغومې په لومړۍ نېټه پر سيمه اييز وخت دولس بجې د پټۍ په پريکولو سره پرانيستل شو وروسته د ننگرهار والي گل آغا شيرزي خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې زه د اطلاعاتو کولتور وزارت دا هڅه ستايم او خوشحاله يم، چې د جگړو پر ځاى خلک کتاب لوستلو ته هڅول کيږي ، په ځوانانو يې غږ وکړ، چې د کتاب څخه گټه واخلي او ژمنه کوم، چې د سراج العمارت بڼ او ودانۍ به د خلکو په خوښه د اطلاعاتو کولتور د وزارت په واک کې ورکړم، چې هغوى په کې د کولتور او فرهنگ د ودې لپاره هلې ځلې پېل کړي او يوه لوى کتابتون به هم په کې په خپلو مالي وسايلو جوړ کړم. وروسته د اطلاعاتو کولتور د وزارت مرستيال نجيب منلي خبريالانو سره په خبرو کې وويل: چې د دې کتابتون پرانيسته د اطلاعاتو کولتور د وزارت د هڅو يوه برخه ده، غواړي، چې په هېواد کې د کتاب فرهنگ ته وده ورکړي په دې نندارتون کې د افغان خپرونديوه ټولنو سره سره په جلال آباد کې د ايران د کونسلگرۍ له خوا هم يو شمېر کتابونه ځاى پر ځاى شوي دي. د پاکستان څخه هم يو شمېر افغان خپرندويه ټولنو په نندارتون کې برخه اخيستې ده.
په نندارتون کې څلويښت زره شاوخوا کتابونه، چې درې زره عنوانه کيږي د څلويښتو خپرندويه ټولنو له خوا ځاى پر ځاى شوي منلي زياته کړه، چې تېر کال کتاب نندارتون د بهرنيو له خوا جوړ شوى و او هغوى په کې خپل توکي خرڅول، خو دا ځل دا کار افغانانو وکړ او د کولتور وزارت په نوښت دغه نندارتون پرانيستل شو، چې گټه يې افغانانو ته رسيږي.په دې کتابتون کې هغه کتابونه ايښودل شوي، چې اسلامي ، ملي او فرهنگي ارزښتونو ته گټه رسوي.
منلي د دې پوښتنې په ځواب کې ، چې اوس د انټرنټ اسانتياو له مخې د کتاب لوستنه پاتې شوې او هر څوک د انټرنټ له لارې د کتاب لوستنې تنده ماتوي؟وويل پنځه ويشت کاله د مخه دا وړاند وينه شوې، چې انټرنټ به د کاغذ او کتاب صنعت له منځه يوسي خو کتاب اوس هم خپل ارزښت له لاسه نه دى ورکړى او لا د پرمختگ په لور روان دى .
منلي ومنله، چې په دغه نندارتون کې د ماشومانو لپاره کتابونه د نشت برابر دي او دا يې هم وويل، چې افغان خپروندويه ټولنو مونږ سره ژمنه کړې، چې کتاب به په پنځه ويشت فيصده کمښت پلوري. دا اوس په هغوى پورې اړه لري، چې خپله ژمنه څومره عملي کوي مونږ ترينه يوازې ژمنه اخيستي او عملي کيدنه يې هغوى پورې اړه لري.
د ننگرهار د اطلاعاتو کولتور رييس اورنگ صميم خبريالانو ته وويل:چې د جلال آباد نندراتون نړيوال حثيت لري ؛ځکه، چې د ايران په څېر د گاونډي هېواد يو شمېر کتابونه هم په دې نندارتون کې ليدل کيږي.
په جلال آباد کې د ايران د کونسلگرۍ د فرهنگي چارو مرستيال ابدالي خبريالانو ته څرگنده کړه، چې د دوى د دفتر له لورې شاوخوا پنځه سوه عنوانه کتابونه نندارتون ته وړاندې شوي دي ، چې مينه وال يې په ليولتيا ورته گوري.
د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز خبريال فضل قادر انډيوال، چې د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا د کتابتون په استازيتوب يې خبرې کولې د آريانا د خبريال کامران د ازادۍ راډيو د خبريال داود وفا او د ننگرهار ملي تلويزيون خبريال سره د بېلا بېلو مرکو په ترڅ کې څرگنده کړه، چې د (ساپي مرکز ) له خوا په دې نندارتون کې په سلگونو ټوکه ادبي، کولتوري، سياسي، مذهبي او د پوهنتون د پوهنځيو کتابونه د نندارتون لپاره وړاندې شوي.
انډيوال زياته کړه، چې په دې نندارتون کې ځينو محصلينو گيله څرگنده کړه، چې د دولت له خوا د پوهنتون د پاره کتابونه نه دي چاپ شوي، چې (ساپي مرکز) تر ډېره حده دا تشه ډکه کړې او د پوهنتون د پوهنځيو گڼ کتابونه يې خپاره کړي ، چې همدا اوس يې د ننگرهار، کابل، کندهار، خوست، بلخ او نورو پوهنتونونو کې ترې د زده کړې گټه اخيستل کيږي.
د دې (مرکز) هدف دا دى، چې مينه والو ته کتاب په وړ بيه ورسيږي د (ساپي مرکز) د محصل لپاره په نيمه بيه کتاب ورکوي او عمومي توگه په تمامه شوې توگه ورکول کيږي او ورسره ليکوال ته هم، چې کمپوز شوى کتاب له چاپ لپاره سپاري د هغه د زيار او خدمت په وياړ د چاپ شوو کتابونو په سلو کې د پنځلس او په زرو کې د ١٥٠ ټوکو ورکول کيږ او په هغو کتابونو کې، چې کمپوز يې د (ساپي مرکز) پر غاړه وي په سلو کې لس او په زرو کې د سلو نغده حق الزحمه د هغه بيه سره سمه ورکول کيږي، چې د پوهنتون محصلينو له پاره ټاکل شوې ده . يو شمېر تلويزيوني چينلونو د ساپي پښتو څېړنو او پراختيا مرکز د کتابونو د غرفې عکسونه هم واخيستل په دې کتاب نندارتون کې دمومند خپرندويه ټولنې،نارنج خپرندويه ټولنې،دانش خپروندويې ټولنې، د (ساپي مرکز)، مرکزي چاپ و انتشارات مطبعه نعماني، د کونړ د اطلاعاتو کولتور کتاب پلورنځى، کتابفروشي الهدا، افغان کتابفروشي، وحدت کتاب پلورنځى . . .
د مومند خپرندويه ټولنې مشر نصير مومند د کابل، دانش،سبااو د (ساپي مرکز) په استازيتوب يو شمېر غرفې برابرې کړې وې.
د لغمان د اطلاعاتو کولتور رييس حاجي عبدالوکيل اټک خبريالانو او په ځانگړې توگه ايس سي پي آر ډي سره په ځانگړې مرکه کې څرگنده کړه، چې هيڅوک هم بايد له دې حقيقت څخه سترگې پټې نه کړي، چې د کتاب په خپرونه کې ساپي مرکز ډېر کار کړى دى او ډېر کولتوري، سياسي ، تاريخي او نور کتابونه يې خپاره کړي، چې مونږ د دې خبرې شاهدان يو د لغمان خپرندويه ټولنو په دې نندارتون کې برخه نه ده اخيستې .
په ترڅ کې د ورځ مجله په ځينو ميلمنو هم وويشل شوه .
له SCPRD.COM نه په مننه