کور / شعر / غزل

غزل

یاره انځوردی نن پرشونډودګیلوسره ځی
رازدی داوښکو په سیلاب کی دشعروسره ځی


چی ستادمینی دمین په تورمی ځان ولیدی
شهبادفکرمی اشنا ستا دنغمو سره ځی


نن چی دوزخ یه سجدی می رانیمګړی نکی
لکه شبنم زره وجودمی له تیاروسره  ځی


دشوخ نظرملالی سترګی دی بلا خوړلی
رنګ دخزان دی پرسپین مخ دشنو خالوسره ځی


ستاپه قفس کی دبلبل غوندی چهره پاته یم
دزړه اواز می دسوزلو ترانوسره ځی


لکه ندیم چی دندم سره بالونه کوی
داسی دی مینه زما دفکر دټالو سره ځی


ستاجنتونه ددوزخ په اورکی وسوځیده
دامعبدونه فرعونی سوه له هغو سره ځی


پدی زندان کی به تعبیر دګنا څنګه کوو
چی قدمونه په اختیار له زولنوسره ځی


په سرولمبو کی دفردوس مړه جنازه لټوم
ملګروعقل می دوخت دزولنو سره ځی


(همدرده) نوردامیدونوشمعی مه بلوه
دغه دردونه وفادار دی له زخموسره ځی