کور / شعر / غزل

غزل

دلته هرښکلی دجفا توره په څنګ تیریږی
هره شیبه مودنصیب سره په جنګ تیریږی


دلته دمینی قصابان چاړی په لاس ګرځوی
په خوی اغزی وی خودسره ګلاب په رنګ تیریږی


څوک درنګونوپرپالنګ باندی خوبونه کوی
چاته داژوند هم دسکروټوپرپالنګ تیریږی


دلته دتورو په لږڅه باندی کیف نه ماتیږی
دانسانانوپرسرونوښه په شرنګ تیریږی


قیمتی وخت دلیونی په ډول مه تیرو
ژوند دی هغه چی پکښی مینه په غورځنګ تیریږی


څوک به وسره اورته وردانګی دجانان لپاره
څوک خیردمینی ټولوی لکه ملنګ تیریږی


زړګی می غلی ستادزلفوپه ټال وځنګیږی
داخوشبوی چی کله کله دلونګ تیریږی


ستادښایست په تصورکی می دازړه ارام سی
خمارخمارسی دانشه ورته دبنګ تیریږی


د( کاڼی ) زړه چی کله کله اوازونه وکړی
دچاپرغوږ لکه فریاد چاته اهنګ تیریږی