غسل په لغت کی دټول بدن مينيځلو ته وايي اوپه شريعت کې دناپاکې لري کولو او ثواب حاصلولو لپاره په يوه خاصه طريقه دټول بدن مينځلو ته غسل وايي .
غسل څه وخت فرض کيږي :
۱- په خوب کی احتلام چه څه خوب ووينی يا خوب ونه وينی خو په جامه يې داحتلام اثر وی غسل ورباندی فرض دی خو که خوب ووني مګر په جامه يی کوم اثر نه وي غسل ورباندی نشته .
۲- کله چه خاوند له ښځي سره يوځای شی (دنر شرمګاه دښځی په شرم ګاه کی داخل شی ) که انزال وشی يا ونه شي غسل ورباندی فرض دی.
۳- دحيض او نفاس څخه ورسته غسل کول فرض دي .
۴- په شهوت سره دمنی وتل که په مباشرت سره وي يا کومه بله ناولې شيطانی ذريعه سره .
په څلورو ذکرشويو صورتونو کی غسل کول فرض دي او دجمعې دلمانځه لپاره ،داخترونو دلمانځونو دپاره ،داحرام دتړلو په وخت او عرفات کی غسل کول سنت دی .
دغسل کولو طريقه :
دغسل کولو سنته طريقه داده چه اول به دواړه لاسونه دمړوندوسره ومينځی – بيا به خپل شرم ګاه پريمنځی – بيا په جامه يابدن که پيلتی تويی شوی وي دهغه پريمنځل بيا اودس کول – بيا په ټول بدن دری ځله اوبه اچول داول ځل ابو اچولو ورسته به ټول بدن وموښي ترڅو کوم ځای وچ پاتې نشي دوهم او دريم ځل به هم ښه کوښښ وکړي چه کوم ځای وچ پاتې نشي .
دغسل فرضونه :
۱- دپوزې پريمنځل ۲- دحلق په شمول دخولی پريمنځل ۳- دټول بدن پريمنځل چه ديوه ويښته قدرې ځای هم وچ پاتې نشي حتی د نوکونو لاندې بيخو ته دي ابو رسول اوهمدارنګه دنامه غوټی او دغوږونه مينځ ته دابو رسول ضروری دی.
دمسلمانی بی بی کچری ويښتان خلاص وي ټول ويښتان او دويښتانو بيخو ته به اوبه رسوي خوکه کوڅۍ وي نو يواځی به دويښتانو بيخو ته ابه رسوی که دکوڅيو په موجوديت کې دويښتانو بيخو ته اوبه و نه رسي نو بيا به خپلې کوچی خلاصوي .
دغسل ستنونه :
دخدای (ج )درضا لپاره دپاکيدو نيت کول ۲- دواړه لاسونه ترمړوندو مينځل ۳- دټول بدن دری ځله مينځل ۴- اودس کول ۵- په بدن يا جامه که څه پيلتی تويې وي دهغه لري کول ۶- په تشناب کې لمبل اوهلته دجامی اغستل .
دغسل اداب :
۱- په ناستی سره غسل کول ۲- ډيری ابه نه مصرفول ۳- دبدل ښه موښل ۴- پداسې ځای کې غسل کول چه دنامحرم نظر ورباندی نه وي .
حيض :
ښځو ته چه هر مياشت کومه وينه راځی هغي ته حيض وايي . دحيض وينه ناپاکه ده که جامه تويې شی هغه به مينځل کيږي .
نفاس :
داولاد پيداکيدو نه پس چه کومه وينه دښځی نه ځی هغې ته نفاس وايي .
دحيض اونفاس مسائل :
۱- دحيض موده کمه دری ورځې او ذياته لس ورځې . که له دريو ورځو کم او له لسو ورځو ذياته شوه نو هغه استخاضه (دحيض پشان مرض دی ) .
۲- دنفاس دکمی مودی حد نشته ذياته موده يې څلويشت ورځې ده ،که له څلويښتو ورځو مخکی وينه بنده شوه فوراً به غسل کوي اوکه تر څلويښتو ورځو ذياته شوه نو هغه مرض دی .
۳- دحيض په موده کی سره ،زيړه ،شنه او خاورينه هر رنګ وينه راغله داټول قسمونه دحيض وينه بلل کيږي .
۴- دحيض او نفاس په دوران کې له ښځی سره يوځای کيدل حرام دی ځکه حيض په مانا دی ګنده ګی يا زخم دی چه پر دغه ورځو کی ښځه په عادتي شکل د رحم ناپاکه وينی غورځوی چه درد او تکليف هم ورسره وی ،نوپدی وخت کی يوځای کيدل دنرلپاره د سختو مرضو سبب ګرځی او دښځی لپاره هم سخت تاوان رسوی .
همدارنګه نفاس او دولادت نه ورسته ناپاکی وينی جريان لری اودغه وخت هم ښځی سخت مرګونی دردونه تيرکړی وی چه يوځای کيدل دنر او ښځی لپاره سخت تاوان رسوی .
الهی لارښوونه :
وَيَسْأَلُونَكَ عَنِ الْمَحِيضِ قُلْ هُوَ أَذًى فَاعْتَزِلُواْ النِّسَآءَ فِی الْمَحِيضِ وَلاَ تَقْرَبُوهُنَّ حَتَّى’ يَطْهُرْنَ فَإِذَا تَطَهَّرْنَ فَأْتُوهُنَّ ( البقره 222 ).
(( پوښتنه کوی له تا څخه (ای محمده ص ) دحيض دحکم نه ، ووايه دوی ته چه دا يوګندګی ده ، په حيض کی له ښځو لری اوسی ترڅو چه پاکی نشی مه ورنږيدی کيږی ، کله چه ښی پاکی شی بيا ورسره يوځای شی )).
نور نو يوځای ورسره آرام کول ، ډوډی خوړل او نور ټول رواه دی ،داسی نه لکه د جاهليت دوران چه له ښځی څخه د حيض او ولادت په دوران کی کرکه وشی .
بلکی داحترام او قدر په سترګه ورته وکتل شی ځکه هغه د خدای ج د يو بشر دتولد لپاره سختی قربانی ورکړی وی او همدارنګه حيض هم د اولاد لپاره د رحم دتصفيی مخکنی تياري وي .
۵- عموماٌ دنهو کلو نه مخکی وينه نه راځی که راشی نو هغه حيض نه بلکی مرض دی .
۶- دحيض او نفاس په حالت کی ذکر او دعا کولې شي .
۷- دحيض او نفاس په دوران کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت کول منع دي ، ورسته به د پاکې په حالت کې د روژی قضايي راوړی د لمانځه قضايي نشته .
۸- داستحاضه يا مرض په حالت کې لمونځ ،روژه او دقرآنکريم تلاوت شته ،دهر لمانځه لپاره به ځانګړی اودس کوي .