که خوشحا ل که روښان یا پاچا خان وه
که اکبر یا امیر امان الله خان وه
*
د افغان د وحدت ټول وه ارمانجن
افغانانو وحدت ونکړل تر نن
ملتونه شو آباد ټول په وحدت
څه د پوهی څه د کار په لوړ همت
یو د بل سره پا لل ورور ګلوی
نه کینه ، نه عداوت نه دښمنی
یو د بل تر شا هیڅ نه کول غیبت
د مشرانو کشران تل ساتل عزت
نه پخپلو وطنوالو لاری بندول
نه د خپلو خلکو جیبونه شکول
نه د چا په باور او آین کار لرل
نه هغوی هم خپله خلک ربړول
دهغو رهبران ټول له خلکو شادمان وه
نه جګړه نه غلا همه واړه په امان وه
**
ټوپکمارو څه مو وکړل تاسی دی وطن ته
د مرګ زیری مو راوړل دغه چمن ته
ومو نکړل ښکته سر خپل ګریوان ته
په بد نوم مو ځان رسوا کړل جهان ته
اور مو پوری کړل د هر افغان په کور
په راکټ مو شهیدان کړل پلار او مور
په کابل مو وویشتل ډیر مزایل
په لمسون دپنجابی ، عرب ، جاهل
لا تر اوسه مو تنده نه ده ما ته
د غلیم سره کیښینی د پردی شاته
ومو ویوړل پاک اسلام قهقرا ته
سپکاوی مو کړل عرش معلا ته
صغیران مو واده کړل د ټو پک په زور
ښځینه مو بندی کړل دننه په کور
کوم عمل مو رښتیا د ، مسلمان وه
هر عمل مو رښتیا د شیطان وه
**
رښتیا ولیکی افغانی لیکوالانو
کړی رسوا مخ د ټولو شیطانانو
وا قیعتونه کړی بیان د افغانی یتیمانو
په غزل او نظمونو سره شاعرانو
خپل بچو ته ټول پیښی وکړی بیان
څه چی پټ دی ښکاره هغه کړی عیان
مه ډاریږی د مخ تورو پا ټکیانو
ددی غلو او ناروا تا ړاکګرانو
د وحدت او د یوالی ورکړی لاسونه
حسادت او کینه اوباسی له خپل زړونه
ازمویلی خلک ته مه سپاری د ندی
رشتخورو ته مه ورکوی ونډی
دوطن د آبادی پلان زر کړی جوړ
د یتیم او بی وزلو نس کړی زر موړ
دوطن سمسور تیا د پلرو مو ارمان وه
که خوشحا ل که روښان یا پاچا خان وه
***
پوهندوی دوکتور سید حسام مل
جرمنی۱۰-۱۲-۲۰۰۷