کور / شعر / شعر او تصوير

شعر او تصوير

لمن يي ډکه وي له کاڼوهلکان پري ولي
ليلا دبام په سر ولاړه شنه طوطيان پري ولي


کله دقهره تکه سره شي کله وخنديږي
پټه په وره کي ده ولاړه ملنګان پري ولي


دجينکوپه منځ کي غلي غلي وخنديږي
چي کله ياد اخپل جانان کړي ماشومان پري ولي


په ورځ کي څوواره ديارلپاره بام ته خيژي
کاڼي په لاس کي مورته وايي چي چرګان پري ولي


سهاروختي دکلي واړه ماشومان رټول کړي
شګي لمن کي ورکړي ښکلي پتنګان پري ولي


کله دکلي ماشومانوباندي خولي لګوي
لينده رواخلي بياخپل باغ کي بوراګان پري ولي


وايي نسيم ليوال راتلوته څه پلمه جوړه کړم
ګودرکي ناسته وي بنکړي مات کړي ماهيان پري ولي


ليکوال نسيم ليوال


2008/12/18


دجمعي شپه