کور / تازه خبرونه / د بمبئي بريد کوونکی له پاکستاني مقاماتو مرسته غواړي

د بمبئي بريد کوونکی له پاکستاني مقاماتو مرسته غواړي

Mohammed Ajmal Amir Qasabهندوستان واي چي د بمبئي حمله کوونکي محمد اجمل امير قصاب يوازينی کس چي ژوندی نيول سوئ او د هندي چارواکو په زندان کښي دئ؛ له پاکستاني مقاماتو څخه د يو ليک په ترڅ کښي چي په هند کښي د پاکستان سفارت ته سپارل سوئ؛د مرستي او کمک غوښتنه کړې ده .

د راپورونو له مخي نوموړي په خپل ليک کښي دا هم ويلي دي چي دی او نور د بمبئي بريد کوونکي ټول پاکستاني اتباع وه .  

د هند د بهرنيو چارو وزارت وايي چي نوموړي پخپل ليک کښي همدا ډول په هند کښي د پاکستاني چارواکو سره د ليدو – کاتو غوښتنه هم کړې ده .

د بمبئي په بريدونو کښي چي تر ۱۷۰ زيات کسان يې ووژل ؛ د يهوديانو د يو مرکز تر څنګ د تاج محل مشهوره هوټل ته هم پکښي زيات زيان اوښتئ ووچي تر يو مياشت بندېدو وروسته تېره يکشنبه بيرته د خپلو مينه والو پر مخ پرانستل سو .


د هند د بهرنيو چارو وزير پرناب مکرجي په يوې ناسته کښي د پاکستان وسلوالي ډلي د ټولي نړۍ و امنيت ته يو ستر ګواښ وباله او ويې ويل چي نړيوالي ټولني تر اوسه لا د پاکستان په وړاندي غوڅ اقدام نه دئ ترسره کړئ .