د ناټو له مطبوعاتي دفتره په پښتو ژبه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي دي چي د کاناډا يو نوي بي پيلوټه طياره هيرون د افغانستان د کندهار په هواي ډګر کوزه شوه.
په خبرپاڼه کي راغلي چي دا طياره به په افغانستان کي د اورپکو د حملو په کملو کي د استخباراتو او په صيح نښه وشتولو کي به مرسته وکړي. دا طياره په پرمختللي سسټم عياره شوئ ده. کوم به چي په کندهار کي د ايساف پراخ عملياتو کي لويه مرسته وکړي.
خبرپاڼه په کندهار کي د کاناډا هوايي ځواک قومندان ډګروال کرستوفر له خولې ليکي چي د ا په پرمختللي طياره به ددولت مخالفين چي دوی اورپکي بللي دي ښه ترا په نښه کړي .
ويل کېږي چي دا طياره په هوا کي ډير وخت پاتي کيداي شي او په ښه توکه د معلومات کواي شي چي په ځمکه څه کيږي. کوم به چي د ايساف او د افغانانو ژوند ښه وساتلي شي.دا طياره مدرن ده، ښه او اکتشافي استخبارات راټولي ولي شي کوم نه به چي په مختلفو عملياتو کي کار تري اخستل کيږي.
د خبرپاڼي له وروستۍ کرښي ښکاري چي بهرنيان ددې بې پيلوټه الوتکي په ترلاسه کېدو بيا هم ولس ته د پوره امن ډاډ نه شي ورکولای ، وروستۍ کرښه داسي ده : ((هيله ده چي دا طياره د هغه سړکونو او نورو سيمو په حفاظت کي مرسته وکړي چيرته چي اورپکي د عامه خلکود تګ او راتګ سړکونو کي ماين اږدي مرګ سبب کرځي .))