کور / شعر / دنفاق بل شوئ اور

دنفاق بل شوئ اور

وحدت چه وي پدې اُمت ثاني نلري زورکې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
هرخوا وژل کیږي قتل عام دې مسلمان باندې
مړشودبشرحق زړه نورنه سوزي انسان باندې
ورور راته قاتل شو نن دننه پخپل  کور کې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
رنګارنګ جبرونه شکنجې په مونږروان دۍ
بې ګناه عاجز مومن پراته  په هرزندان دۍ
هرخوا دسیسې دۍ نیول کیږو په یوتور کې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
جوړچه تبلیغي جبهه په ضد د مسلمان شو
ضعیف ایماندارهم طرفداردلوې شیطان شو
ګیریونن دټول دنیا بې ځایه شورماشور کې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
په یو فکراویو آوازدی دوی پخپل ملکونوکې
وژني زمونږدیودین خلک بیلوي فکرونوکې
څه په بم مړکیږوڅه راکت څه په یو نورکې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
خدایه  نفاق وباسه  ته مو ددې  زړونو  نه
لیرې مو ساته نور د کینې او نفرتونو  نه
راوله د سوُلې باران هر کلۍ هر کور کې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې
خدایه  اتحاد  ورکه  ته  مسلم  ملکونو  ته
ورکه هدایت دنیکۍ زمونږ دا لیډرونو  ته
ودریږه ته زمونږ په خوا  زمونږپه لورکې
سوزي مسلمان دخپل نفاق بل شوۍ اورکې