د وردګو ولايت په سيداباد ،جغتو،چک او د دايميردادو ولسواليو کې د د ١٢ ټولګي له نيږدې ١٨٠٠ فارغانو څخه د کانکور ازمويښتي ازموينه واخيستل شوه.
په دې ازموينه کې کې ١٥٠٠تنه زده کوونکي دسږ کال د١٢ ټولګيو اوپاتې نيږډې ٣٠٠ دتيروکلونو د ١٢ ټولګيو فارغان ووچې د کانکور راتلوونکي ازموينې ته دتياريو نيولو اوله ازمويني سره دهغوي دآشنايي موخه د يادو شويو ولسواليو په بېلابېلو لېسوکې واخيستل شوه .
د ازمويني نظارت او تنظيم د ولسواليو د پوهنې د مديريتونو په همغږۍ د وردګو ولايت هغه تکړه اوبا احساسه محصلينو لخوا کيده کوم چې دامهال دننګرهار اسلامي پوهنتون په بيلابيلو پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي .
دغه با احساسه ځوانانو پرته له دې چې کومه مادي ګټه تر لاسه کړي ، د ټولو لېسو له زده کوونکيو څخه ازموينه واخيسته او د خير په دې کار کې يې وڼده واخيسته .
د ازموينې لپاره سوالونه دننګرهار داسلامي پوهنتون دمحصلينو لخوا چمتوشوي وو اودغه سوالونو دچاپ لګښت اواماده کول دايشيافونډيشن موسسې لخوا برابر شوي وو چې کورودانى ورته وايو او يوه نړۍ مننه ترې کوو .
دوردګو ولايت د١٢ ټلګيو فارغانو چې په دغه آزموينه کې يې برخه اخيستې وه دايشيافونډيشن دموسسې له مرستې څخه مننه کوي اودهغوي دغه مرسته د خپلې راتلونکې لپاره د يو ښه بدلون لامل بولي .
يادو شويو زده کوونکيو ددې موسسې دفعال غړي محترم انجنيرصاحب فضل الربي وردګ په لاس ددغه موسسې مشر تابه اوټولو کارکوونکيو ته کورودانۍ وايې اوپه دواړو دارينو کې ورته دخداي ( ج) له دربار څخه اجرونه غواړي .
دغه ځوانانوپه پيغام کې ويلي چې دايشيافونډيشن موسسې په ډير ورين تندي د وردګو د١٢ټولګيو فارغانو ته دازموينې دسوالونودچاپ لګښت ورکړي اوالله پاک دې ورته ډير اجرونه ورکړي .
په دې ازموينه کې دسيداباد ولسوالۍ دشش کلا دسيمې دانصارالمومنين دليسې ،داونخي دليسې ،دتنګي دليسې ،دسيدابادعالي ليسې ،دتکيې دخالدبن وليد د ليسې ،اودشيخ اباد ليسې د ١٢ ټولګيو زده کوونکي شاملې وو .
دغه راز دجغتو ولسوالۍ کې دخالد بن وليد (ګوربت )ليسې، دغازي محمد جان خان ليسې او خداي نظرخان ليسې او همداشان دچک ولسوالۍ د حضرت عمرفاروق ليسې ،دامبوخاک ليسې ،دعربانو عالي ليسې او دسياب عالي ليسې زده کوونکيو برخه لرله .
دغه راز ددايميردادو ولسوالۍ دغازي عبدالکبيرخان او عبدالواحدخانن ليسو د ١٢ ټولګي فارغان هم د ازموينې له ګډونوالو څخه وو .
ددې ليسو د١٢ ټولګيو دفارغانو دسږ کال شميره په ټوليزه توګه ١٤٦١ تنوته رسي اوپاتې د٣٠٠ تنو په شاوخواکې دتيرو کلونو فارغان وو چې په دې ازموينه کې يې ګډون کړي وو .
دغه ازمينې چارې دننګرهار اسلامي پوهنتون دمحصلينولخوا څارل کيدلې چې نومونه يې په لاندې توګه ذکر کيږي .
محمد شفيق حنيف، سبحان الل ،نقيب الله ،جا ن آغا ،احمد جان ،ګل اغا،احمد ضيا ،فضل الرحمن ،نصرالله ،محمد عارف،نقيب الله ،سيف الله ،محمد حامد،احمدبلال، محمد عثمان ،محمد طاهر،صفى الله ،امان الله ،محمد عارف ،حزب الله ،صفت الله ،محمد ياسين ،عبدالوکيل ،محمد شفيق ،سيدحبيب ،محمد وخيل ،نيازمحمد،ذبيح الله ،حسيب الله ،نقيب الله ايوب، حکمت الله، سبحان الله ،قاري نذير ،حمد الله ،سيد شفيع الله ،قاري فرحت الله، حميدالله ،بريالى ،عبدالحق،محمد وصيل، سردار ولي ،رحمت الله ،مرسلين ،مجيب ،سميع الله ،انور،اسدالله ،عبدالله ،محمدشفيق ،عبدالمقدس ،حبيب الرحمن او نقيب الله شامل وو .