د ګارډين ورخپاڼې په حواله ددې پوهنتون له پرانستل کېدو وروسته به څلوېښت زره زده کړيالانو (محصلو) ته د شاملېدو حق ورکړل شي ددې ورځپاڼې په قول دا پوهنيز مرکز ٨ ميليون مترمربع مساحت لري او تر ٢٠١٠ زېږدي کال پورې به گټې اخيستنې ته چمتو شي د عربستان د ماليې وزارت ددې پوهنتون د ځانګړنو په باره کې وويل : دا پوهنتون به کتابتون،د ١٥پوهنځيو لپاره د کنفرانس تالارونه،څو لابراتوار خونې او يو اووه سوه بستريز روغتون ولري . اوس مهال عربستانۍ ښځې د نور ابن عبدالرحمن په لوى زده کړيز مرکز کې چې په پلازمېنه رياض کې دى زده کړې کوي ،چې ددې هېواد په نورو پوهنتونونو کې ورته د زده کړې اجازه نه نشته . دسعودي عربستان د زده کړيالانو(محصلينو) ٥٨ سلنه ښڅې جوړوي ،خو عربستانۍ ښځې يوازې ١٦ سلنه ددې هېواد په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي .