کور / تازه خبرونه / بهرنيانو په پوځي ګاډي يو عام وګړی وواژه

بهرنيانو په پوځي ګاډي يو عام وګړی وواژه

نن د ميدان وردګ ولايت د سيد اباد په سيمه کي د ناټو ځواکونو سرتيرو د يوه عام وګړي له موټر سره چي د لاري تر څنګ ولاړ و ټکر وکړ ، په پېښه کي موټر ويجاړ او موټروان يې ووژل سو ، د ناټو د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره سوې خبرپاڼه کي دا يوه ترافيکي پېښه بلل سوې ده مګر عيني شاهدانو لراوبر ته وويل چي پېښه د خارجي عسکرو د بې پروايۍ او غرور څخه رامنځته سوه .

د يادوني وړ ده چي تر دې وړاندي هم په بېلابېلو پېښو کي د بهرنيو پوځي ګاډو له خوا دې ته ورته پېښې رامنځته سوي چي هر ځل يې ولسي وګړو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي .