د ناټو له خوا په تازه رارسېدلې خبرپاڼه کي پر طالبانو تور لګېدلی چي په هلمند کي يې يوه ښوونځي نړولی دی، په خبرپاڼه کي راغلي چي په هلمند کي په دې وروستيو کي ښوونځيو ته د تلونکو شاګردانو په شمېر کي په سلو کي لس زياتوالی راغلی دی ، له خبرپاڼي سره د وران سوي ښوونځي عکس هم خپور سوی دی چي ښکاري د جګړې پر مهال وران سوی دی .طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي .