د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د ویاند په حواله لیکلي دي چې د ایران له پولو نه افغانستان ته وسلې راقاچاق کیږي.
ورځپاڼه د موضوع په دوام ددغه ویاند په نقل لیکي چې په افغانستان کې دننه په جګړو کې ایراني وسلې کارول کیږي خو داسې اسناد نلري چې د ایران د حکومت ککړتیا پکې ثابته کړي.
ورځپاڼې د همدې مخ په غټ سرلیک کې د دوو امریکايې لیکوالانو دا نظر هم خپور کړې چې په سیمه کې د امریکا اوسنې چلند افغانستان روسیې او چین لور ته راکاږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د کړنو په اړه د ولس مشر کرزي په وروستي انتقاد تبصره کړې خو پوښتلي دي چې په ولس د ناروا حملو لړۍ ولې نه بندیږي.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې کابل ته د پاکستان د ولس مشر سفر څیړلې او لیکلي دي ټاکل شوې ده چې زرداري په یو داسې وخت کې افغانستان ته سفر وکړي چې دواړه هیوادونه د ترورزم له جدي ګواښ سره مخ دې.
ورځپاڼې د ولس مشر کرزي د هغې وینا بشپړ متن هم خپور کړې چې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې د نمانځنې غونډې ته کړې وه او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې د فساد پر ضد له ټولو هڅو نه کار اخستل کیږي.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو د قومندان دا څرګندونې راغستې چې ویلي دي په افغانستان کې جنګ کومې نتیجې ته نشي رسیدلې.
ورځپاڼې په عینې حال کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزیر په حواله لیکلي دي چې اروپايې هیوادونه افغانستان ته د سرتیرو د استولو لپاره یو سخت انتخاب په وړاندې لري.
ورخپاڼې په واشنګټن کې د کارپوهانو د یوې ټولنې په نقل دا هم لیکلي دي چې بارک اوباما باید د افغانستان په اړه له احتیاط نه کار واخلي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د سوداګرۍ د وزیر د سلب اعتماد مسله راغستې او لیکلي دي چې د وزیرانو سلب اعتماد کافي ندې بلکه دوې باید محاکمې ته راښکل شي.
په ورځپاڼه کې د نیمروز د والي په حواله لیکل شویدي چې د دولت وسلوال مخالفین په ازاده توګه له پاکستان نه نیمروز ته تګ راتګ کوي.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د پراخولو په موضوع تبصره کړې خو پوښتلي دي چې دا اړیکې باید په کومه بیه پراخې شي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د نړیوالې ورځې غونډې ته د ولس مشر کرزي په وینا تبصره کړې او لیکلي دي چې د ا د استفاده جوي لپاره د پلمو لټول وو.
په ورځپاڼه کې له طالبانو سره د پاکستاني جنرالانو د اړیکو په اړه هم یو مطلب خپور شوې دې.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې د روانو حالاتو او پیښو په اړه خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې د اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې غوښتنه کړې او لیکلي دي چې ددې پرته نظام نشي ټینګیدلې.
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د چاپیریال د ساتنې مسله راغستې او لیکلي دي چې چاپیریال ته زیاته پاملرنه پکار ده.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د یو جګ پوړي سناتور په حواله لیکلي دي چې امریکا باید د افغانانو زړونه او ضمیر لاس ته راوړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې افغانستان ته د پاکستان د ولس مشر په پلان شوي سفر تبصره کړې خو پوښتلي دي چې دې ولې افغانستان ته رانغلو.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د سلمان رشدي په حواله لیکلي دي چې پاکستان د نړیوال ترورزم مرکز دې.