ښاغلي محمد علم خان بڅرکي د حاجي محمد انور خان اڅکزي زوي (چي ارواښاد محمد انور خان اڅکزي د افغانستان د استقلال اعلان تائيد کړي ، او د غازي امان الله خان په حمايت ئي د سقاوي سره هم جګړه کړي وه، د کندهار څخه د دښمن د ايستلو وياړ يي په برخه ؤ، په ١٩٤٦ ز کال کې د ويښ ځلميانو د غورځنګ سره ملګري کړي او ٤ کاله د ويښ ځلميانو په تور د کابل په دهمزنګ کې بندي سوي ؤ.)
ارواښاد بڅرکي په ١٩١٢ ز کال کې زيږيدلي چي د کندهار د احمد شاه بابا ليسي څخه فارغ او بيا يي د کابل طب پوهنځي نيمګړي پري ايښي وه.
ښاغلي بڅرکي د کندهار د مجلي د مدير په صفت کار کاوه وروسته بيا د کندهار د مطبعي د مدير په حيث دنده تر سره کړي وه.
د ويښ ځلميانو د سياسي غورځنګ د پيل څخه ښاغلي محمد علم بڅرکي د ښاغلو محمد رسول خان پښتون، مدير غلام جيلاني خان الکوزي، قاضي عبدالصمد خان، حاجي محمد انور خان اڅکزي، مولوي محمد بهرام خان اڅکزي، عبدالهادي خان هادي، حضرت محمد يوسف آغا، علامه عبدالشکور رشاد، آغا محمد خان کرزي، استاد محمد ابراهيم خواخوږی، محمد حسين خان ريدي، صوفي ولي محمد، پوهاند نور احمد شاکر، شير احمد خان، محمد علي خان، حاجي لعل محمد خان، حاجي محمد آصف خان، مسلم صاحب او نورو سره په کندهار کې د ويښ ځلميانو غورځنګ د نيست څخه و اوج ته ورساوه.
ارواښاد ټولنپوه محمد علم بڅرکي د خپل بند په اړوند د (ويښ ځلميانو) په نامه اثر کې داسي ليکي.
“د کندهار څخه کابل ته بنديګري:
د افغانستان په سياسي تاريخ کې د١٩٥٢ ز کال د مارچ د مياشتي ٣١ مه نيټه ډېر لوي اهميت لري، د دي ورځي په سهار چي يو خاموشه ځوږ د کندهار په ټوله ښاري فضا باندي غوړيدلي ؤ، هيڅوک نه پوهيدل چي دا څه دي؟
لمر د شرق څخه غرب ته په حرکت سو، د صبحدم شبنم د لمر د ګرمي تاب رانه وړ او ځان يي پټ کړ، لمر را پورته سو تودوخي زياته سوه، ګلانو د دي ورځي د تودوخي توان و ندرلود او په حسرت يي خپلي پاڼي پر ځانو را وغوړولي.
د پسرلي په دي شاعرانه فضا کې چي هر چيري د ګل و مل مشغولا وه، بلبلانو د شاهين له ويري په ځوزانو کې ځانونه پټ کړه، خو! لمر بيا هم راپور ته کيږي او تب و تاب يي زياتيږي په ښار کې د خلګو ځوږ ازانګه پيدا کوي خو هيڅ څوک نه پوهيږي چي دا ازانګه د څه شي ده؟
خلګ هري خواته ګوري چي دقصي بنګه (بنسټ) پيدا کړي څو د ورځي پر يوولسو بجو د ښار د څلورو سرو بازارو پر بامو باندي د جلادي کورني عسکر را ښکاره سول.
هر څوک پري پوه سول چي د احمد شاه بابا او ميرويس نيکه پر کور نسکوره ده، ټولو په کاږه مغزي خپلو خپلو نيکه ګانو ته وکتل څو هغوي د حال په ژبه ورته وويل چي:
بي سبب درين جهـــان، کاخ ستم، بر پا نشد
بي سبب در جور، دست جور کيشان وانشد
تا ستمکش، زيـــر بار غارت و يغـــما نـرفت
کـــار دزدان ستمـــګر، غـــارت و يغـــما نشد
مشتزن را مشتخور پرورد، زيرا در جــــهان
مشتـزن پيدا نشد، تا مشتـــخور پيدا نشــد
(ابو القاسم حالت)
دي ندا د دي سيمي د ځوانانو زړونه ور ټکور کړه، د طبيعت په اسرارو پوه سول او د يوي نه ستړي کيدونکي مبارزي بهير يي پيل کړ.
قصه داسي وه:
د ١٩٥٢ ز کال د مارچ د مياشتي پر ٣١ مه نيټه د کندهار د ويښ ځلميانو مديره هئيت لکه جناب محمد انور خان اڅکزي، عبدالهادي خان هادي، مدير غلام جيلاني خان، حضرت صاحب محمد يوسف آغا، مولوي بهرام خان اڅکزي او قاضي عبدالصمد خان ټول په ډلييزه توګه د نائب الحکومه عبدالغني خان کور ته ور وغوښتل سوه او له هغه ځايه څخه په يوه ناکاره لاري کې د کابل پر لور بنديان وليږل سوه.
د ١٩٥٢ ز کال د اپريل د مياشتي پر ٢ مه نيټه جناب فيض محمد انګار او حاجي محمد حسين خان ګرفتار او د کندهار په عسکري فرقه کې بنديان سول.
د ١٩٥٢ ز کال د اپريل د مياشتي پر ١٥ مه نيټه زه له کور څخه د پوليسو په ذريعه راوايستل سوم او د انګار صاحب او حاجي محمد حسين خان سره يو ځاي د کندهار په عسکري فرقه کې بندي کړ سوم. محمد رسول خان پښتو په بغلان کې بندي سو او حاجي خدايدوست په کندهار کې ګرفتار او کابل ته وليږل سو.”
چي ارواښاد بڅرکي څلور کاله په عسکري فرقه کې پاته سو.
ښاغلي بڅرکي په کندهار کې د ښځو د نهضت په برخه کې جد او جهد کړي دي او د کندهار د ښځو د لوڅمخي په تاريخ کې د افتخار وړ برخه د ميرمن نفيسه سليمي او ميرمن ساجده بڅرکي په نصيب کې وه. دوي دواړو په خورا ميړانه خپل طبيعي او بشري حق ته ور ودانګل او د سر په سودائي ښځو ته دايمي آزادي حاصله کړه.
ارواښاد بڅرکي صاحب په ١٩٦٥ ز کال کې ولسي جرګي ته ځان کانديد کړ مګر د وخت د واکمنو په مداخله نه پريښودل سو چي کامياب سي.
په ١٩٧٢ ز کال کې ښاغلي بڅرکي د ارواښاد علامه حبيبي او ښاغلي ويسا صاحب سره يو ځاي د وخت د صدر اعظم ارواښاد محمد موسي شفيق په امر تقاعد ته سوق سو. ارواښاد بڅرکي د روسانو د يرغل نه وروسته په ١٩٨٠ ز کال کې د افغانستان څخه هجرت وکړ.
د ارواښاد بڅرکي صاحب په هکله استاد محمد ابراهيم خواخوږی ليکلي دي:
“ګران او محترم د څلويښتو کالو د خواږه عمر په قيمت رانيونکي سر تير، ميړني او د وياړ وړ ورور ښاغلي بڅرکي صاحب!
زه د دي ليک تر ليکلو پوري جوړ تکړه او ستاسو هغه خواخوږی يم چي ستاسو جوړتيا، خوښي او ښه ژوند د لوي خداي (ج) له درباره غواړم.
ګرانه وروره!
زه زوړ سوي يم ليکن بي ايمانه سوي نه يم ځيني مشران او ملګري مرګ را څخه بيولي اما په نامه او مشرتوب يي وياړم او ځان د دوي د لار ښوونو او مهربانيو پوروړي بولم. ځيني نور زماني په ظاهره ليري کړي دي اما زما زړه د دوي د ميني کور دي او د دوي په ياد ژوند کوم او فخر پري کوم چي د هغي رشتيني او د منلو وړ شخصيتونو څخه يو هم تاسو ياست چي زه غواړم خپل ټول احساسات د دغي لنډي په وسيله بيان کړم.
ستا بــه زه هيــر يا کـــه په يــاد يم
زه چي قدم پر قدم ږدم تا يادومه
ګران بڅرکي صاحب!
پورتني لندي د پاک زړه څخه راوتلي ده او د ډېرو سپيڅلو احساساتو انعکاس دي په زړونوکې.”
ښاغلي محمد علم بڅرکي نه تنها زموږ د ګران هېواد سياستپوه، ټولنپوه او علمي څيړونکي شخصيت ؤ بلکي د افغانستان د معاصر سياست د ډګر د پياوړو مبارزينو څخه ګنل کيږي چي د ديموکراسي، آزادي او مساوات په لاره کې يي ډېر مشکلات مادي او معنوي صدمي ګاللي دي او هيڅ وخت د حاکمانو، ظالمانو او مرتجعينو و معاملو ته غاړه نده ايښي او تل د ملي سياسي حقوقو د حاصلولو په سمت مترقي حرکت غوره کړي ؤ او د ارتجاع سره يي تل مبارزه کول.
دي د مترقي ديموکرات په ګوند کې د شهيد محمد هاشم ميوندوال تر مشري لاندي د ګوند د منشي په توګه تر پايه ورسره پاته ؤ.
په هالينډ کې د افغاني کلتوري ټولني مشر او د افغانستان نوميالي ليکوال او شاعر ډاکټر طارق رشاد د ويښ ځلميانو د کتاب په سريزه کې د ارواښاد په اړه ليکي:
“ښاغلي بڅرکي زموږ د ملي، سياسي او ټولنيز شخصيت په توګه چي د ملي او ټولنيزو هيلو ښکارندوي دي په ژور فکر او تيز نظر هر څه چي د دوي تر سترګو سوي او يا يي په هغه کې ګډون درلود په ډېره امانتداري ليکلي او د تاريخ پاڼو ته يي سپارلي دي او په يوه تاريخي پړاو کې يي د افغانستان د سياسي تاريخ بنسټيز اثر رامنځ ته کړ چي د تاريخ له توندو او تيزو څپو څخه د نن تر سايله را رسيدلي.”
ارواښاد بڅرکي کله چي اروپا ته هجرت وکړ نو په هالينډ کې د افغاني کلتوري ټولني د مشورتي مشرتابي مشر، د احمدشاه بابا د علمي او ادبي ټولني مشر او د ملي هنداري د مجلي د مشر په توګه خپل فرهنګي هڅي او آند ته د ژوند تر آخري سلګي پوري دوام ورکړ.
خو په خواشيني سره ښاغلي محمد علم بڅرکي د ٢٠٠٣ ز کال د دسمبر د مياشتي پر ١٨ مه نيټه د زړه د دريدو له امله د ٨٣ کالو په عمر په هالينډ کې وفات سو.
خداي (ج) دي پر ورحميږي
ارواښاد بڅرکي صاحب لاندي آثار ليکلي او ژباړلي دي:
خپاره سوي آثار:
روسي يرغل پر افغانستان باندي
افغانستان مي حکمران پارټي (په اردو ژبه)
تاج (د رابندرنات ټاګور اثر په پښتو ژباړه)
د خان صاحب محمد ايوب خان سوانح
طلسم عمل کتاب (په پښتو ژباړه)
د هيګل فلسفه (په پښتو ژباړه)
د کندهار په مجله کې مختلف مضامين
په کویټه کې د ګهيځ په مجله کې مضامين
په هالينډ کې د ملي هنداري په مجله کې مضامين
نا خپوره آثار:
د حاجي محمد انور خان سوانح
غربي افکار او نظريات (د انګريزي څخه ژباړه)
متلونه
(The Cold and Dark…) په پښتو ژباړه
د ښځو تاريخ (د قبل التاريخ څخه تر ننه پوري)
توري پيښي
د پښتو هغه لغات چي د ښار څخه وتلي په صحراو کې ځاي نيولي دي
بيبلوګرافي د “الف” څخه تر “ي” پوري (څلور جلده)
کرونولوژي د قبل التاريخ څخه تر ننه پوري (پنځه جلده)
د ښاغلي بڅرکي صاحب روح دي ښاد وي