ټاکل شوې وه چي نن دجمعې و رځ به دپاکستان دولسمشر آصف زرداي د دواړو هيوادونو ترمنځ د همکاريو د لا پراختيا او د ترهګرۍ پر ضدد ګډې مبارزې په هکله د خبرو اترو دپاره کابل ته راځي، خو داسلام اباد هوا د خرابوالي له امله يې سفر ځنډول سوئ دئ .
کابل ته دپاکستان دولسمشر اصف زرداري دراتګ لپاره دکابل په ښا رکي ټينګ تدابير نيول شوي وو اوهمدارنګه يې دپاکستان د ولسمشر اصف زرداري عکسونه چې دولسمشر حامد کرزي دعکسونوسره يوځاي په لويو بورډونو لګيدلي وو،تر څنګ يې ټول واټونه دپاکستان او افغانستان په بيرغونو باندې ښکلي شوي هم ول .