دغربې نړۍرسانۍ د نړیوال قتصاد خرابې تر هغه حد زیات خراب بولې کوم چې د ۱۱د سیپټیمبر د ۲۰۰۱ کال نه وروسته را پیدا شوې وه .
د نړۍد رسانیو د ورځې د بحث منځنې ټکې د نړیوال اقتصاد د وران حالت انځور جوړوې .
په دی هکله دنړۍ په خورا معتبرو ورځپاڼو ، تلویزیونې خپرونو … کی هره ورځ حتی هر ګړۍ نوې خواشینونکې خبرونه خپریږۍ.
زه ددې حالت د پوهاوې لپاره ګرانو لوستونکو ته د سویډن دهیواد د یوې اعتبار لرونکې ورځ پاڼې
( ورڅنۍصنعت http://di.se ) د نن ورځې ( ۲۰۰۸ .۱۲. ۱۷ ) لوی سر خطونه یا عنوانونه ور و پیژنم .
– ۲۰۰۹ کال به د نړۍ د اقتصاد لپاره یو تور کال وې ،امریکا د قیمتې اثارو قیمت په په سلو کې پنځوس راټیټ شې ، دتیل د یوه بایلر قیمت به ۲۵ ډالرو وې ، دچین د هیواد کلنې اقتصادې پرمختګ به په سلو کی صفر شی … دډنمارک د هیواد د Saxo Bank بانک په حواله .،
– د اروپا د ګډی ټولنې غړو هیوادو پریکړه وکړه چی خصوصی شرکتونو، کمپنیو او بانکونو ته به تر نیم میلون یورو پوری دولتې پور ورکوې تر څو دوۍ د سقوط نه وژغورې. دا لمړۍ ځل دۍ چی ددولت ونډه په ازاده پانګوالې کی دومره لوړی کچې ته رسیږی . سیاسې او اقتصادی کار پوهان په دی نظر دی چی داد ازاد بازار یا کپیټالیزم دمړینې معنی نه لری ولۍ د کپیټالیزم ډول باید انسانی شې . ددی کار لپاره ددلت یعنې مالیه ورکونکو یا وګړو رول باید زیات شې .،
– د امریکا فیدرالی ذخیرې د نور اقتصادې خرابوالې د مخ نیوې لپاره د بانکې پورونه ګټه صیفر یا ۰،۲۵ ته را ټیټه کړه .،
– د موتورولا Motorola تخنیکی کمپنې دخپل اجرائيه لوې رئیس د امتیاز معاش او دخپلو نورو کارکونکو د معاشونو دټیټولو له لارې غواړې ۶شپږ میلیارده دالره ددی لپاره ذخیره کړی چې په راتلونکی کی د سقوط سره مخامخ نه شې.،
– د Green Cargoکمپنۍ د مالی بهران په وجهه خپل څلور سوه ۴۰۰ کار کونکې دکارنه ویستل .،
– دسعودې عربستان په وړاندیز د Opec غړو هیوادونو د تیلود رایستلو کچه به د ورځې دوه میلونه ، روسیه دری سوه او شل زره او نور د تیلو تولیدونکې هیوادونه دوه سوه او اتیا زره بیلره را ټیټوې .،
– د SAS دهوائی کمپنې پیلوټانو دکمپنې د مالې ستونزو په نظر کی نیولو سره د خپلو معاشونو د ټیټولو تړون ومانه تر څو د بیکارۍ نه ځانونه وژغورې .،
– د سویډن به هیواد کې به د بیکارانو کچه په سلو کې لس ته جګه شې او هر دریم بیکاره به د بیکارۍ بیمه ونه لرې .دا په دی هیواد کې په څو ورستیو لسیزو کی تر ټولو بد اقتصادې حالت په ګوته کوې.،
– د سویډن د موټر جوړولو دوی لوې کمپنې Volvo او Saab دلویو مالې ستونزو سره لاس به ګریوان دی . د کار پوهانو په اند به د Volvo کمپنې په راتلونکی کی تر ستونزو بریالۍ راووزی ولې Saab به د منڅه لاړه شې .،
– … بیا هم نور بد اقتصادی خبرونه …