د وينزويلا جمهور رئيس هوګوشاويز وايي هغه عراقي ژورناليست چي د امريكا ولسمشر يې په بوټ وويشتئ يو باهمته انسان دئ.
د وينزويلا په پلازمېنه كراكس كي پارلمان ته د وينا پر مهال جمهور رئيس هوګوشاويز وويل كه څه هم په بوټ د يو چا ويشتل ښه كار نه دئ، خو د البغداد تلويزون خبريال منتظر الزيدي ډېر ښه كار وكړ .
د وينزويلا ولسمشر هوګوشاويز چي خپله هم د امريكا مخالف دئ، وخت ناوخت د امريكا رئيس جمهور په سپكو الفاظو يادوي. نوموړي تېره مياشت هغه وخت د ټولي نړۍ مشران په حيرت كي واچول، چي په نيويارك كي يې د ملګرو ملتونو په سرمشريزه غونډه كي د امريكا جمهور رئيس بوش شيطان وباله.