کور / شعر / نور به څومره وژني

نور به څومره وژني

نور به څومره  وژني په وژلو به ستومانه شي
مونږ  به غلام نشوآخرخپله  به  پښیمانه  شي
څوک  چه دبشردحق په هرځای طرفدار دۍ
دچا چه په انصاف اوعدل هرچیری ټینګاردۍ
اوس به ټول دنیا ته یی اصلی څیره روښانه شي
مونږ  به غلام  نشو آخر خپله  به  پښیمانه   شي
مونږتیر کړۍ ندۍ ژوند د   چا  تر اسارت  لاندی
زمونږ  شمله دی جګه په دنیاکی شهامت باندی
بیا به دا جهان زمونږ په ټینګ عزم حیرانه شي
مونږ  به  غلام  نشو آخرخپله به  پښیمانه   شي
مونږ  خو  څملوی  خپل غلیم  په هرمیدان دۍ
مونږه  ماته کړۍ  لوی طاقت  ددی جهان  دۍ
بیا به زمونږ په لاس د فرنګیانوخونه ورانه شي
مونږ به غلام نشوآخرخپله به پښیمانه
د سر قربانۍ  زمونږ خویو رتبه د شهادت  لري
ډیر  یو لوی  درجه  د اطاعت او   عبادت  لري
دا سیلاب روان دۍ دا به نور هم را  روانه  شي
مونږ به غلام  نشو آخر خپله  به  پښیمانه   شي
ډیر پدی وطن طاهري مونږ خا یسته  ځوانان لرو
هر  کلی  او هر بانډه  کی  مونږه  جنګیالان  لرو
دلته خلک ډیر دی چه خپل خاوری نه قربانه شي
مونږ  به  غلام  نشو آخر خپله  به  پښیمانه  شي