کور / تازه خبرونه / المان له افغان پوليسو سره څلور ميليونه ډالره مرسته وكړه

المان له افغان پوليسو سره څلور ميليونه ډالره مرسته وكړه


د المان د بهرنيو چارو وزارت له افغان ملي پوليسو سره د څلور ميليونه ډالرو مرستي ژمنه وكړه، چي وايي د دې پيسو يو برخه به د هغو پوليسو كورنيو ته وركړل سي چي زامنو يې د ملي پوليسو په ليكو كي ژوند له لاسه وركړى وي.
د المان د بهرنيو چارو وزارت همدا راز وويل چي له دغو پيسو څخه به د پوليسو دپاره په بېلا بېلو سيمو كي د ۱۰۰۰ امنيتي پوستو په جوړولو كي هم كار واخيستل سي.
جرمني د افغان پوليسو د روزني مسئوليت پر غاړه اخيستى دئ، چي د كارپوهانو په وينا د روزني چاري يې ډيري سړې دي او وايي كه چيري د افغان پوليسو روزنه همداسي ټكنۍ وي ښايي د افغانستان دپاره د ټاكل سوو ټولو پوليسو روزنه ۸۰ كاله وخت ونيسي.