نېږدې يوه اوونۍ وړاندې، په ولسي جرګه كې د خوست د يوه وكيل كور ته بهرني ځواكونه ورغلي وو او د كور پلټنې تر څنګ يې د ځان ساتنې يو شمېر وړې وسلې هم ترې وړې وې.
د پلټنې دا پېښه د خوست په صبريو ولسوالۍ كې شوې وه.
د وكيل اميرخان كورنۍ هغه مهال هم نه پوهېده، چې ځواكونه د څه له پاره ورغلي او څه يې غوښتل.
تېره ورځ ناوخته په خوست كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وويل، چې د ايتلافي ځواكونو مسؤولينو د نوموړي وكيل له كورنۍ رسمي بښنه غوښتې او د تلاشۍ پر وخت له هغوى څخه راوړل شوې وسلې يې بېرته وركړي دي.
خو د وكيل اميرخان د كورنۍ غړي وايي، چې په تشه بښنه څه نه كيږي.
دوى دا هم وايي، چې د ايتلافي ځواكونو له مسؤولينو يې غوښتې چې هغه كسان ورته په ګوته كړي، چا چې د دوى په اړه ناسم راپور وركړى.