د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د امریکا د جمهور رئیس بوش په حواله لیکلي دي چې ممکن د افغانستان جنګ زیاته موده دوام وکړي.
ورځپاڼې د خپل همدې مخ په غټ سرلیک کې لیکلي دي چې د هلمند په سر د امریکا او برطانیې ترمنځ سیالي روانه ده.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د افغانستان روانو ستونزو ته ځانګړې کړې او د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ يې د باور د پیاوړې کولو په اړتیا ټینګار کړې دې.
د انیس دولتي ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ زیاته برخه افغانستان ته د امریکا د جمهور رئیس بوش سفر او افغان مشرانو سره د هغه لیده کاته ته ځانګړې کړې او د ښاغلي کرزي په حواله يې لیکلي دي چې د ترورزم په وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
ورخباڼې په عینې حال کې د بوش دا وینا راغستې چې دا د امریکا په ګټه ده چې په افغانستان کې دیموکراسي وده وکړي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې هم افغانستان ته د امریکا د ولس مشر په سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې نړۍ د ترورزم د پراخیدو خطر درک کړې دې.
د ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم افغانستان ته د امریکا د جمهور رئیس بوش سفر څیړلې او د هغه په حواله يې لیکلي دي چې په افغانستان کې لا هم ستونزې موجودې دي.
په ورځپاڼه کې د افغانستان په اړه د پاریس غونډې ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي چې د غونډې برخوالو د افغانستان امنیت د سیمې امنیت وباله.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د نړۍ په روان مالي بحران او لوږه څیړلې او د ځینو کارپوهانو په حواله يې لیکلي دي چې ممکن دا بحران تر راتلونکي یو کال پورې دوام وکړي.
د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې هم په کابل کې د امریکا د جمهور رئیس بوش دا څرګندونې راغستې چې افغانستان کولې شي لا هم په امریکا تکیه وکړي.
په ورخپاڼه کې د افغانستان په اړه د پاریس د غونډې په پاې کې د خپرې شوې اعلامیې په نقل لیکل شویدي چې په سیمه کې اوږد مهاله ثبات یو با امنه افغانستان ته اړتیا لري.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د هند او پاکستان ترمنځ ځیږیدلو نویو ستونزو ته په اشارې د امریکايې چارواکو په حواله لیکلي دي چې هند په پاکستان د هوايې حملې تیارې نیسي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې هم په یو مطلب کې عراق او افغانستان ته د امریکا د جمهور رئیس بوش په وروستي سفر تبصره کړې او لیکلي دي چې بوش په کابل کې په مډال او بغداد کې په بوټانو بدرکه شو.
په ورځپاڼه کې د هرات ولایت روانو امنیتي ستونزې هم څیړل شویدي خو لیکل شویدي چې ددې ستونزو عوامل باید په کابل کې ولټولې شي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیلې مقالیې په اړه خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې بیا هم افغانستان ته د بوش سفر څیړلې او د دوستانو ملاتړ يې د ترلاسه شویو بریاو سبب بللې دې.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ناټو او ایتلاف پوځونه لا هم پخپلو بمباریو کې تیروتنې کوي.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا پخپل لومړي مخ کې دا خبر ورکړې چې د روان کال د دویمې نیمايې بودیجه تصویب شوه او د ښوونکو په تنخواو کې یو زر او درې سووه افغانۍ زیاتې شوې.
ورځپاڼې په افغانستان کې له ماشومانو نه د ناوړه ګټه اخستې په اړه هم یو مطلب خپور کړې او پدې اړه يې د ملګرو ملتونو اندیښنه څرګنده کړې د ه.
ورخپاڼې په یو بل خبر کې لیکلي دي چې د پاکستان خصوصي ټرانسپورتي شرکتونه نور نو له ناټو سره همکاري نه کوي.
نیټه: د ۲۰۰۸ میلادي کال د دسمبر د میاشتې ۱۶ نیټه.