وسله وال طالبان ادعاکوي چې تيره شپه يې وردګو ولايت دجغتو ولسوالۍ کې دپوليسو يوې ګزمې ته کمين نيولى وو پنځه پوليس يې وژلي او يورنجر موټر يې هم په راکټ ويشتلى دي .
ذبيح الله مجاهد له يوه ناڅرګند ځاي څخه دټېلېفون په ليکه لراوبر ته وويل چې بريد يې تيره ماښام نهه بجې کړي دي اوپنځه پوليس يې په کې وژلي دي
هغه وويل چې يورنجر موټر يې هم په راکټ ويشتلى او لمنځه وړي يي دي
په سيمه کې عيني شاهدان هم مني چې تيره شه يې دپوليسو اوطالبانو ترمنځ يوساعت جګړه ليدلې ده
خو عيني شاهدان وايې چې په دې پېښه کې دمرګ ژوبلې په اړه ځکه نه پوهيږي چې څوتنه بۀ مړه وي چې توره شپه وه اوڅه يې نه دي ليدلي
دولايت يوتن امنيتي چارواکي ومنله چې په ګزمه يې دطالبانو بريد شوي دي ولي هغه وويل چې مرګ ژوبله نه لري .