جنرال عليشاه پکتياوال وايې چې ددو ورځو عملياتو په ترڅ کې په لسګونو ميله وسلې اوڅوتنه شکمن کسان نيولي دي .
دامنيه قوماندانۍ دجنايي جرمونو پروړاندې دمبارزې اوتحقيقاتو دچارو مشر مل پاسوال عليشاه پکتياوال وويل چې ٤٨ميله سپکې وسلې يې چې ديوې بهرنۍ امنيتي کمپنۍ له دفتر څخه چې په غير قانوني توګه يې ځاي پرځاي کړي وي ضبتې کړي دي .
پکتياوال وايې چې دغه کمپنۍ ARB په نوم ياديږي چې پرته له کومو قانوني اسنادو يې په کابل کې فعاليت کاوه .
دپکتياوال دمعلوماتو له مخې په دغه وسلو کې کلاشينکوپونه امريکايي اوچينايي تومانچي شاملي دي چې د پوليسوپه ولکه کې پرې وتلې دي .
خو پکتياوال په ډاګه نه کړه چې ددغه کمپنۍ سره دتړاو په تور يې څوک نيولي که يه .