کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د استاد بېنوا((اوسني ليکوال))دې له هره پلوه اوسني(update) شي!

د استاد بېنوا((اوسني ليکوال))دې له هره پلوه اوسني(update) شي!

د ځوان او هڅاند ليکوال روهيال او ورسره نورو ملګرو دا نوښتګرانه هڅه ستايم چې د ارواښاد استاد بېنوا((اوسني ليکوال)) نوي چاپ ته چمتو کوي. زما پر اند که دغه دوستان غواړي، يو خوا د هغه ستر استاد پښتني اروا خوشاله کړي او بلخواپه پښتو ادبي تاريخ او تذکره ليکنه کې يو ګام هومره پر مخ  ولاړشي او يوڅه وسمهالې بڼه ورکړي، يوازې د اړوندو ليکوالو د څېرو(عکسو) پر نوي کولو بسيا پاتې نه شي. د دې لپاره په کارده، د يوشمېر څانګوالو او مينه والو رايې، ليدټکي،يادښتونه، لارښوونې يا وړانديزونه هم له ځان سره ملګري کاندې. په دې لړکې يې زه خپل دا په لاندې ډول مخې ته ږدم:

1- د د غه درې ټوکيز اثر ړومبني دوه ټوکه پر1341ل. کال بې واټنه پرله پسې له چاپه راووتل. وروستی داله سرکاري دندې د استاد له ګوښه کېدو سره مټې شپږ کاله وروسته، هغه هم هغه مهال د چاپ کابو وموندله چې د اطلاعاتو او کولتور وزير شو. له دې لامًله يې زياتره ځوان ليکوال شاعران پر مخ تللي ول او دايې هيله وه چې نوې بېلګې يې پکې خپرې شوې وای. په دغه ډله کې زه هم راتلم، شعروشاعرۍ مې ښايسته ډېره څومره ييزه او څرنګيزه وده موندلې وه، ليکنې څېړنې مې له لسګونو نه،سلګونو ته رسېدلې وې او د دولس ژبو دوه سوه ټوکه ګړدودونه مې د هېواد له ګوټ ګوټه راټول کړي او څېړلي ول. په دې دک و دليل د نورو غوندې زه هم دا رښته لرم چې په نوي چاپ کې مې د زړو بېلګو، ژوند ليک او عکس سره نوي دا هم ورزيات شي. ان دابه هم څېړونکيو او مينه والوته بې ګټې نه وي

چې پر ما باندې کلونه کلونه راوروسته د استاد بله ليکنه هم په واک ورکړم.

2- د درېيم ټوک يو ويار(عيب) داهم وو چې يو ګڼ شمېر ليکوال د مخنيو دوو د پاتشونو په توګه د لنډ نوم پرځای له لومړني نوم سره اوډل شوي. نو په کارده، درېواړه ټوکه يوراز و اوډل شي يا رديف کړ شي!

3- توپيري چلند پکې له منځه ولاړ شي او هغه داچې که استاد څوک ((ليکوال)) بللي او څوک يې((ليکونکي)). هرګوره، د دويم توپيري چلند بدلول به يې پر ځينو مينه والو ښه و نه لګي او هغه داچې د وخت د لوړ سياسي يا ټولنيز دريځ والاليکوال يې څه ناڅه په خپل قلم راپېژندلي او له دې سره يې لږ تر لږه د تذکره ليکنې دوديز هومره څېړندود پرکار اچولی او نور يې تر ما پورې دېته هڅولي يا اړېستي چې خپل خپل ژوندليکونه او بېلګې تيار پر تياره ور وسپاري او پر يوه نيم يوه کرښه نيمه په خپل قلم ورسرباري کاندې. دابه هم پرځای پرېږدو چې ځينو ليکوالو په يله جاري توګه استاد ته د يو شمېر ليکوالو ژوندليکونه او پېيلې= ناپېيلې بېلګې وربرابرې کړې او پر ډېرو يې سترګې پټې کړې او بيا څوک من و ښيي او څوک پاو!

اکسفورډ، 11-12-08


خبرتيا : د [ اوسني ليکوال ] نوی چاپ د ليکوالود عکسو سره