کور / طنز / متاهل مانا څوک ؟

متاهل مانا څوک ؟

هوراسي طنز

زه چې جره وم تل  به مې د متاهلو ملګرو سره په دې شخړه وه چې د ښځو او ناروینو حقوق مساوي دي ؛خو هغو  زالېمانو دا نه راسره  منله. سرونه   او غوږونه به په وځړیدل  د یو سوړ  اسویلۍ وروسته به یې  په ژړانده وینګ په داسئ حال کې چې سترګې به  يې لکه بګیل کرکان کښته اچولي وې  په خوابدتیا  به يې په یوه سا  ژر  ځواب را کئ  :
یا،  نه دي   مساوي !
خو ای، ای! د واده په لومړی شپه زما سر  په دې کیسۍ خلاص سو چې متاهل  مانا څوک!
 د واده په ورځ ټولو راته ویل: ته نن شپه  پاچا یې!
 ما  ته هم د پاچاهي غرور راپیدا سوی وو له ځانه سره مې  سوچونه وهل: آ ی ،آی چې دوه – درې تنه مې په دار ځړولي وای…
خو یو نرۍ ږغ بیرته مځکې ته راکش کړم:
 زومه، د ناوی موچڼه ور په پښو که  !
له  ځان سره مې غوم غوم وو : څه! دلته  پاچا د ملېکې موچنه ورپه پښو کوي؟
خولې راباندې ماتي سوې، له ځان سره مې وویل: زویه !ختا ایستلی يې  يي؛ شاه نه یي شاه شجاع يي.
 له ځان سره مې وویل : خیر دادومره غټ کار نه دی تاسو ته مالومه ده چې  ښځه خودخدای کمزوره مخلوق دی  نو د ځواني په نشه کې   مې کرار دوې ګوټې د ناوی پښتو ته  وروړې  او غوښتل مې پښه يې پورته کم   (کړم)خو هغه لکه  پر  مځکه  چې سریښ سوی وي ټینګه موښتې وه هر څه چې مې زور وواهه نه کیده.
 رنګ مې تک سور سو، ټولو بریتخندونه  راباندې وهله او ویل يې خوارکی ضعیف دی  خدای دی اخیرت ورسم کي!
بیا ولاړ سوم  لستوڼي مې پورته کړه  ،په لاسو مې لکه هغه پهلوانان چې ډیر دروند وزن پورته کوي، تو کړه او د یا الله په ویلو مې پښې ته ورحمله کړه.
 زور ،زور ، زور…خو نه کیده
 بیا مې نارې کړه: تاسو لږ اوړه راوړئ!
تر هغه چې اوړه راتله  کثرت (سپورت)  ،پورته کښته کیدم او سینه کشي مې پيل کړه ځان مې دې لوبې ته ښه تود او تیار کئ .
بیا مې اوړه   په  لاسو ومښل ؛ د خپلو ګوتو سرونه  مې د برۍ په خاطر مچ کړه  او د یا غوث الاعظم دستګیر په نارو سره  مې پښو لکه د غیږی  اتل  ور حمله کړه . زور،زور، زور  خو نه کیده.
ټولوویل:   دی خوارکی به څه کوئ! او د نورو هم  چوک چوک وو
دې خبرو نور هم په  تشویش کې واچولم او نرۍ خولې راباندې ماتي سوې نو له ځان سره مې ویل:
 اې خدایه چې دا یوه پښه دومره مشکله ده  بله به  یې څنګه پورته کوم!؟
 بیا مې  لکه مردار سړی  په پښه  څو پټې پټې نوکارې ورکړې ؛ خو ګټه يې ونه کړه .
 د ملګرو خبرې مې په یاد سوی، چې ویل يي: که يې پښه نه پورته کوله حیا دی وي  د ګوزرګ ( دپښې د بوجلکې د شا رګ  )  يې ونیسه ؛ هغه رګ مې پيدا او ټینګ مې  ونیوی؛ خو هغه هم ګټه ونه کړه.
خولې راباندې ماتې وې ځکه ناکامه سوی وم؛ نوره ابرو نه وه راته پاته نو کرار مې د شجاع غوندې پښه ور مچ کړه .
 هغې د برۍ د یوې نرۍ خندا وروسته  کرار پښه پورته کړه او موچنه مې ورپه پښو کړه. په بریتو مې د غرور لاس تیر کئ او کښیناستم
چې د (کراري ځغاستې ) څخه راغلواو پر تخت ودریدو،  هغه  نه کښینستله  ،هغې ته مې لکه دزورورو ملتونو د حقوقو مبلیغ  په غوږ کې ورو  وویل: زه  دتور سرو ډیر  درناوی لرم؛ ماته تل حقوق مساوي وه او دي ، زه یو دیموکرات سړی یم  .  راځه یو ځای کښینو!
هغې  راته ورو په پسخند وویل : څه شي مساوي دي!
 دې خبرو زه لا نور هم   احساساتی کړم له لاسه مې کش کړه   هر څه زورونه چې مې ورسره ووهله  نه کښېنستله. بیا خولې راباندې ماتي سوې او له ځانه سره مې غوم غوم وو:  خدایه زه به څه کوم !
 د مصنوعی وېښتانو مې کش کړه خو ونه سوه
 بیا   مې لینګته ورته کښيښوله   خو ونه سوه
 پوري مې وهله ؛ هغه کړوپه سوه خو لکه پلاستکي  ناوکۍ  بیرته سمه ودرېده
 بیا مې دشا د لمني کش کړه ؛ خو ګټه يې ونه کړه.
 نو مجبوره سوم د راتلونکی ژوند د ټولو   سیاسي او ټولنیزو منقولو او غیر منقولو اړیکو او  کړو واک  مې  په دوو لاسو ور ته تسلیم کړئ
 هغې  د برۍ یوه کړس کړس خندا  وکړه  او کیناستله.
شکر مې وکئ، ښه سوه چې  ابرو مې توی نه سوه
خو دا دیدنی  دي خواري سي چې نه خلاصیږي
 دا وار یې   زنګون زما پر زنګون پورته کئ هر څه چې مې  زور وهه، زور وهه د هغې زنګون لکه هوایي بوغي  پورته وو، نه  لاندې کېدئ.
د دومره کامیا بیو وروسته مې  ستونی ډک سو او ګروم  ونیولم ځکه خلکو وویل د هر چا زنګون چې پورته وي هغه د کور مشر کیږی  ټولو زموږ زنګونو ته کتل څو وارې مې چالاکي وکړه د هغي پام مې بلی خواته واړوئ  او خپل زنګون به مې پرې پورته کئ
 خو هغې لکه  ګوډګرې  خپلی سپني د بنګرو ډکي لیچې را ته وشرنګولې زما بدن به بې شمی او سست  سو او هغې به بیرته   زنګو ن زما پر زنګون کیښود
زما لاپو شاپو او خر او پېل خبرې ګټه  نه کوله نو د هغې د مریتوب کړۍ مې په غوږ کړه  نو د ا هم شکر په خیر تیره سوه.
ما ته مې ملګرو ویلي وه چې  د واده په لومړی شپه باید د اوښ مهار په لاس کې واخلې ان یو دوست می یوه توره پیشي زما لپاره کرایه اولیږلې وه    چي پر ناوی  له لومړی شپي څخه  خپل سام  کښېنوم   او د هغې مخې ته  پیشي وولم او زړه یې  له لومړۍ شپې څخه   له کوګله وباسم
  کله چې توره پیشي له کوشکنه  کوټې ته راغله  زما تر څنګ
کوم ارزانه  شی نه وو چې  هغه  وولم نو د کوم شی  – می پسې مې  دیخوا هاخوا کتله  خو ټول ګران شان وه  د زړه په وینو مې رانیولي وه
خو ناوي مې  د پېښت  دچیغې سره   د سرو زرو په امیل    هغه داسې وویشتله چې زما زړه يې لا څه د پیشي زړه يې لا له کوګله  ویست چې خونه يې  مرداره  او په میومیو(مرسته مرسته ) نارو يې  بهر منډه کړه اوما له ویرې   ضعف وکئ.
نور نو په ځان نه یم پوه سوی چې سترګې مې خلاصي کړې او په سد سوم   هغې پر مخ اوبه را ښندلې    سهار وو سترګې مې ورپولې او  د هغې څخه مې  په غوڅو غوڅو جملو وپوښتل : زه –څوک— یم ؟
هغې لکه عزراییل چي د ناورغ سر ته ناست وي وویل:
 ته متاهل یې!
ماته د خپلو متاهلو ملګرو په حال ژړا راغله  چې سر به يې کښته واچوی او د یو سوړ اسویلی وروسته به یې ویل  یا،حقوق مساوي نه دي.
هغې دنصیحت  په ډول  راته وویل: نن ښه زړه خالی که، ددې وروسته ته متاهل(شجاع) يې  نور به  په زړه کې ژاړې!