زموږتل سره دعوه وي،دی هم ځان سپېڅلې فرشته ګڼي زه هم، دی دخپل ځان په ګټه دلائل وائي زه دخپل،نه ماده ته قناعت ورکړی،نه ده ماته راکړی،که مااودی دوه متاخصم لوري يو،په سړه سينه،تربر،حق ته پرتسليمۍ اوله تعصب څخه په لرې اندازديوبل خبره نه اورونوپه دې لړکي مااوده وپتېيله چي نوروته مراجعه وکړ،هغوئ ته خپل دلائل وړاندي کړو،موخې ورته په ډاګه کړواوديوبل دتګلاروسرچينې ورته څرګندې کړو،کېدای شي په دې سره زمااودده ترمنځ لانجه پای ته ورسيږي اوکه پای ته ونه رسيږي لږترلږه دومره خوبه شي چي دځینوخلکوپه ذهن کي هغه پوښتنې چي دنورودتبليغاتوپه وجه رامنځته شوې له منځه ولاړې شي .
زه : هدف مي دادی چي دالله په ځمکه کي هغه قانون پلی شي چي دده وروستي استازي دټول انسانيت دښيګڼې دهغوئ ددواړوجهانودبرياليتوب اوپه دواړوجهانوکي له خپل خالق سره دښې رابطې دساتلولپاره راوړي وو.
دی : هدف يې دادی چي په نړۍ کي دانسان په لاس جوړشوي هغه قوانين پلي شي په کوموکي چي هرډول نميګړتیاوې،شخصي غوښتنې،عقدي اوشيطاني تمايلات شتون لري .
زه : غواړم زماهيوادبلکه ټول جهان دالهي قوانينوپه رڼاکي داسي پرمختګ وکړي چي هم دبشريت په ګټه وي، هم اعتدال پکي مراعات شوی وي اوهم دالهي حدودوپولي پکښي په پام کي نيول شوې وي .
دی : غواړي چي بشريت داسي پرمختګ وکړي چي الهامي قوانينوته پکښي هيڅ ځای نه وي،هرڅه دنفس له غوښتنو،شهوتي غرائزواوشيطان له لمسونوسره سم ترسره شي،هرڅه ته چي حدوداوپولې ټاکل کيږي هغه به داسي ټاکل کيږي چي پورتني اصول پکښي مراعات شي که څه هم الهامي قوانين پکښي وځپل شي .
زه : وايم چي نړۍ دي دپوهي په ډېوه روښانه شي،دنړۍ هرکوردي ددې شمع په زرينووړانګوښکلی شي اودبشري ټولنې هرغړی دي دپوهي دډيوې په پلوشوکي دخپل راتلونکي ژوندکتاب مطالعه کړي،دجهل تورڅادرچي درڼا ښکلی مخ په خپلوکرغېړنواوناولوپېچوموکي پټوي څيري کړي اوداسي يې ورک کړي چي په انساني ټولنه کي بيا دجهل دکرغېړنې مورتورمخي بچيان بیاهيڅکله راپيدانه شي،خوغواړم داشمع دهغوپتنګانوپه قربانيوبله وساتم چي احساس يې دسپېڅلوښوونکوله لارښوونوسرچینه اخلي،ژونديې سپېڅلی وي،اهداف يې روښانه وي اودیو نېکمرغه ژوندلپاره ددې ډيوې دبلولولپاره خولې تويوي اوخپل ځان قربانوي .
دی : هم نارې وهي چي دعلم اوعرفان رڼاوې دهرچاترکوره ورسول شي،هرڅوک دي دعلم له ښکليو،زړه وړونکو اوزرينوپلوشوڅخه سپينه رڼاترلاسه کړي خودی بياغواړي په دې وسيله خلک دخلکوغلامان کړي،هغوئ ته دومره څه ورکوي چي په دې وسيله يې دخيالي جنت په ورښکارولودځان پرلورورمات کړي دعلم په نړۍ کي هغه ورته وړاندي کړي چي دانساني ټولنې رواني ټپونه ورباندي ټکورشي،بلکه هڅه کوي چي دمادیت بلاله معنويت سره ډغروته اړباسي اودی دماديت دبلاماتړوکړي ترڅوپه دواړودمعنويت معصومه څېره دتل لپاره په بشري نړۍ کي له منځه يوسي .
زه : غواړم مور،خور،لوراوداسي نوري هغه اړيکې چي په بشري نړۍ کي شته اوواقعیت لري هغه وپالم اوپه دې اوصافوسره چي دبشري ټولنې کوم غړي متصف شوي هغه ته ددرناوي اواحترام وړمقام ورکړم،خدمت ورته وکړم د ټولنې په پرمختګ کي دهغه له وړتياکارواخلم اوبالاخره په ګډوهڅودخپلوالهامي لارښوونوپه رڼاکي بشري ټولنه دتل پاتي نېکمرغۍ وروستي پړاوته ورسوو،خوځيني قيودشته چي دواړه به يې په خوراکلکه پاملرنه سره عملي کوي .
دی : غواړي چي پورتنۍ اړيکې وشلوي،دټولنې له دې غړي ديومفت حيوان په څېرکارواخلي،خپلې شهواني غوښتنې پرې سړې کړي،دسوداګرۍ ديوتوکي په شان يې ښکلااومعصومه څېره دوحشت پرلېوانووپلوري ترڅو دی يوڅه مادي ګټه ورڅه ترلاسه کړي .
داهغه اساسي ټکي دي چي زمااودده ورباندي اختلاف دی اوس نوتاسوپرېکړه وکړئ چي زه ګرم يم که دی؟ زه د بشريت خواخوږی يم که دی؟ اوپه انصاف سر وواياست چي زه ښه يم که دی؟.