ای د ښکلا اختره
د خوشحالتیا اختره
ځان سره مینه راوړه
د رنځ دوعا اختره
زړونو ته غیږه به شو
واوره زما اختره
ټول مرور زړونه کا
راته پخلا اختره
لوی وړو ته شه نو
مبارک بیا اختره
توری تیاری د وطن
ته کړه رڼا اختره
د یتیمانو اوښکی
کړه هم صفا اختره
ژړا ته ئې مه پریږده
ورکړه خندا اختره
ته لوپټه د پیغلو
شه د حیا اختره
په کور او کلی راشه
ته خامخا اختره
د نسیم ستوري مینه
تا کړه رسوا اختره
ته خوشحالی راوړه هم
په پښتونخوا اختره