کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / ديموکراسي دکمونيزم په لاره

ديموکراسي دکمونيزم په لاره

دومره کلونه لا تير شوي نه دي چي د کمونيزم او روسانو په مقابل کښي د افغان جهاد خاطري دي هيري شوي وي،بلکي د هغه جهاد اتلان لاشته، شهيدان لا هير شوي نه دي . کونډي اويتيمان راته ګرځي ،د هريوه څهره او وجود دروس اوکمونيزم د وحشتونو هنداره ده.

 خود هغي دوري د ټولو ناخوالوترڅنګ د زندانونواوهلته شهيدان چي قبرونه يي لا معلوم نشول.کونډي يي په کلونو،کلونو لاپه تمه ناستي او يتيمان يي اوس هم د هغوئ د راتلو په هيله ژوند کوي،خپلوان يي دا آرمان لري چي څرنګه ژوندي زاڼي راڅخه ووتل،بوتلل شول اودرک يي ورک شو او…

 خوديموکراسي په تبليغانوکښي يوخيالي جنت ؤ، د غرب پروپاګندهغه داسي سپيڅلي ځاى ته رسولي وه چي په خلاف يي خبره کول د ناپوهي نښه بلل کيدله.

 خوکله چي زموږ مظلوم هيواد ته، ديموکراسي د B-52 الوتکو په وزرونو،د ١٥ زره پونده بمونوپه باران او د ټانګو په وراء کښي راغله، دمړيوپه فاتحو او ودونوکښي يي بي دفاع افغانان شهيدان کړل، په جنسي بداخلاقي يي خلک وکړول،د فساد اوفحشا مراکز يي جوړ اوسهولتونه يي را منځته کړل،د اسلام، پيغمبر او قرآن کريم توهين يي وکړ،په سياست کښي يي خپل چاپلوس نوکران را مخته کړل، په انتخاباتوکښي درغلۍ څه چي تر مټ نيولي يي خلک شورى ته ورسول . په اداره کښي يي د فساد اوارتشاء جهاني ريکارد قايم کړ. ددين اوطالب په نوم يي قوم په قوم وواهه. تاريخي نفرت اوکرکه يي د مليتونوتر منځ پيدا کړه. د عزت خلک يي په تلاشي،نيولواوبندي کولوبي عزته کړل او….

 خو په ديموکراسي کي هم د زندانيانوکړه، وړه خورا وحشيانه وو، له عراقه ترافغانستانه بيا ترګوانتانامو پوري يي د زندانونواوهلته د شکنجو نموني يي دتير بشري تاريخ په پاڼوکي نه ليدلي کيږي. هغه ښکاره تصويرونه يي د بشريت په مخ د حيوانيت داغ دى اوکوم مظالم چي ترپرده شاته تير شوي دي ، رښتيا هم د چنګيز ،انګريز او منځنيو پيړيو د زندانونو ريکارډ يي مات کړ.

 او باما ،داد غلام صفته افغانانود هيلوڅلى، وايي ګوانتانامو به تړي ترڅو دامريکا پخوانى وقار پرځاى شي،خوکاشکي هغه بي وزله دومره پوهيدلاي چي امريکايانو يوازي په ګوانتاناموکښي جامي زيړي کړي نه دي،بلکي چيري چي يي لاس اوپښه رسيدلي،هلته يي دانساني وقار ضد عملونه کړي دي. دى بي وزله به يي کومه سوړه بنده کړي ،اوس يي د وقار بنۍ سوري  شوي او باد يي وتلى دى .

 امريکا خوامريکا ده، نن سبا په کابل کښي چي لږ ترلږه  د واکمنانو نومونه او ژبه خو د افغانانو ده، د ګوانتانامو بديل زندان يي جوړکړى دى .

 داسي فکرکيږي چي که امريکايان د ځان په ګټه ګوانتانامو وتړي،دڅرخي پله زندان به يي ځاى ونيسي ترڅو بي وزله افغانان د ګوانتنامو په ځاى  همدلته هغسي تعذيب اوپه تکليف کړي خودلته افغانان د افغانانو په لاس…

 امريکايانو په کابل کښي خپل زندانونه جوړ کړي وو خوپکښي رسواشول. دا ځل يي د خپلو زندانونو په ځاى د څرخي پله زندان خپل کړ. مشوره ددوي، شکنجه ددوي، خو نوم د کابل د اداري د مسؤلينو.

 د څرخي پله زندان د همدي ديموکراسي په سپکه دوره کښي څوځله د خونړيو پيښوځاي ؤ خو دا ځل يي وحشت خورا بربنډ ؤ.

 که څه هم په خپرندويه وسايلو بنديزدى اوهغه معلومات ورکوي چي اجير يا امريکايي مسؤلين يي ورکړي . خود تليفونونوله تماس څخه چي له راديوګانو يااشخاصو سره يي کوي، داسي ښکاري چي نژدي ٤٠ تنه شهيدان اوتر٨٠ تنو پکښي  ټپيان دي . دا ټول هغه خلک دي چي د ځمکي په مخ تردوئ بي وزله نشته، ځکه بنديان دي ،د خپل خوب اوخوراک اختياريي لا تري اخستى دى .

 پيښه په هغو اعتصابونو را پيل شوه چي همدي بنديانو ددي له امله کړى ؤ چي ددوي په دوسيو غور وشي،برخه ليک يي معلوم شي، ظالم  شخص تري بدل اوکوم حقوق چي ورته منل شوي دي ورکړل شي.

 دشورى هيئت د خواخوږي لپاره ورغى، دواړو لورو ومنله چي اوس به نه څوک ددوي د کړولو لپاره ورځي اونه به بنديان نور اعتصاب کوي . تراختر وروسته به ددوي په ستونزوغورکيږي .

 خو دهيئت تر تللو وروسته ،حکومت (که امريکايانو) ورباندي عمليات پيل کړل، هغه مظلومان يي شهيدان کړل، ويي وهل اوټپيان يي کړل.

 له يوه لوري خوشورى ته يوازي د وقاراوشهامت لاره دا پاته ده چي په اتفاق او ډله ايزه توګه د شورى له غړيتوب څخه استعفاوي ورکړي، ځکه دوى منځګړي وو او ددوي وقار نور هم پکښي ختم شو. تر داسي ټول ژوند يوه ورځ داستقلال ژوند غوره دى .

 تش په نامه حکومت خو دي لږ تر لږه د خپلوشعارونو په پاس، دديموکراسي په درناوي او دبشر د حقوقو په غږ ،ځان دومره مکلف  وبولي چي دا زندانيان که هرڅوک دي دا حق خو لري چي محاکمه شي، دوسيي يي تکميل شي، که احياناً دا اوس هم له هغوي څخه ګناه شوي وي . آيا دا به دومره جرم وي چي په ځنځير اوزولنو کښي ور باندي د ټوپک خولي را وګرځوي .

 بيانو محکمه څه شوه، عدالت چيري لاړ ،تحقيق او دفاع څه شي دي او دا عمل او د پولي ګون وژني څه توپيرلري؟

 د کندز او مزار په لاره په کارتينرونوکښي وژل او دا څه فرق لري .

 د جنګي کلا او د ليلي ددښتي عامه وژنه،  له دي جنايت سره څرنګه پرتله کړو؟ د کمونستي وحشي حکومت او اوسني ديموکراسي قانوني دولت!؟ کړني څرنګه سره بيلي کړو؟

 پرته له دي چي ووايو مړه دي وي متجاوزين .

 سرټيټي  دي وي د بهرنيانو غلامان .

 رسوادي وي د چل ول وکيلان .

 او دکمونيزم په برخه ليک دي اخته وي، داغولوونکي اومبتذله ديموکراسي .