کور / تازه خبرونه / د امریکایی بېکارانو شمېر ۲۰٫۳ ملیونو ته ورسېد

د امریکایی بېکارانو شمېر ۲۰٫۳ ملیونو ته ورسېد

د بی بی سی د خبر له مخی د امریکا د بې کارانو شمېر په تیرو پنځلسو کالو کی لوړ ترین حد ته ورسېد . خبر وایی چی صرف په نوامبر کی نیم ملیون نور امریکایان هم بیکاره سول . سږ کال څه کم دوه ملیونه کسان بېکاره سوي دی . اوس په امریکا کی ( ۲۰۳۶۸۰۰۰ ) خلک بې روزګاره دي چی د ټول نفوس ۶٫۷ ٪ کیږی. جورج بوش هم پر دغه مشکل اعتراف وکړ او ویل کیږی چی بارک اوباما ته د لویو اقتصادی او مالی بحرانونو څخه ډکه امریکا ورسپارل کېدونکې ده چی خلاصون یې معقول او عاجل اقدامات غواړی .