حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخیر
د وطـن ســولې له دوعــــــــا وکــړۍ
هلته میـنا او ابـــراهیم مقــــام کی
د خدای دربــار تـــه التجا وکړۍ
د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره
عــذرو زاری او تمـــــنا وکـــــــړۍ
چی دا د وینی ډک ویالی وچی شي
هــــم نــــنواتـــــــی او ژړا وکــــــــړۍ
د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره
دوعـــــا د عفــوی د ګنـــــاه وکړۍ
خو ګورې هلته چی دواګانی کويی
چــی په اخلاص او بی ریا وکړۍ