د نړيوال پرمختيايي بانګ د مهارتونو دملي انكشاف دپروګرام له لارې به په ميدان وردګ ولايت كې ۱۵۰ نارينه اوښځينه زده كوونكوته دمسلكي زده كړوكورسونه جوړوي
د نړيوال پرمختيايي بانګ په ميدان وردګ ولايت كې د مهارتونو دملي انكشاف د پروګرام په نامه ۱۵۰ نارينه او ښځينه زده كوونكوته دمسلكي او حرفوي زده كړو نهه مياشتني كورسونه جوړوي.
دميدان وردګ والي محمد حليم فدايي په وينا دميدان وردګ په ولايت كې هركال ۲۵۰۰ تنه زده كوونكي دليسو څخه فارغيږي چې يوازې پنځوس په سلوكې يې لوړو زده كړو ته لاره پيداكوي اوپاتې زده كوونكي بې كاره پاتې كي نو له همدې له امله مو هوډ كړې چې ددې ولايت بې كاره ځوانانو ته دكار زمينه برابره كړوښاغلي فدايي د اډول لنډمهال مسلكي او حرفوي زده كړو كورسونه ډير ارزښناك وبلل او زياته يې كړه چې راتلوونكي كې به په دغه لاره كې پراخه هلې ځلې كوو ترڅو وتوانيږو چې ددې ولايت غريبوخلكو ته دكار زمينه برابره كړو.
د CHA موسسي استازې انجينير محمد نبي بهادري په ونيا دغه كورس چې دنړيوال پرمختيايي بانګ د ۵۸۳۲۶ امريكايي ډالرو په مالي لګښت د نهو مياشتو په موده كې چې دجنورۍ مياشت كې به پيل شي د ۲۰ تنو مسلكي استادانو لخوا ۱۵۰ تنونارينو او ښځينو ته چې (۹۰) تنه هلګان او (۶۰) تنه يې انجونې جوړوي، هلكانوته د فلزكارۍ،نلدوانۍ،موټرونو انجن جوړولو،برقي سامان الاتو ترميم،تلويزيون او CDجوړولو په برخه كې او انجونو ته دخياطۍ،دميوو اوسبزيجاتو پروسيس او مربع جوړول په برخه كې مسلكي زده كړه وركړل شي. دشاكردانو دلارې كرايې او استادانو لپاره پوره اندازه معاش په پام كې نيول شوې دي.