اسوشیټیډ پریس د ناروې د مرکز اوسلو څخه خبر ورکوي چی پرون په دې ښار کی ۹۲ هېوادو د غونچه ای ( خوشه ای ) بمونو بندښت او تمښت لاسلیک کړ لاکن امریکا ، روسیې او افغانستان هغه امضأ نه کړ او په مقابل کی یې ودرېدل . په دې غونډه کی د افغانستان څخه یو ۱۷ کلن ځوان چی غلام حبیب سراج نومېږی او خپلي دواړي پښې یې د ماین په چاودنه کی قطع سوی دي ، هم ګډون درلود . ده پر کابل ږغ وکړ چی خپل فعلی دریځ بدل کړی او د نورو سوله غوښتونکو هېوادو غوندی دا پریکړه لیک امضأ کړی . حبیب وویل چی ما خپله هغه کیسه چی ۷ کاله مخکی می د ماین په چاودنه کی دواړی پښې پرې سوي وې ، په ناروې کی افغان سفیر جاوید لودین ته وکړه او هغه د حامد کرزي سره وږغېد او ژمنه یې وکړه چی موږ به په دې حصه کی فکر وکړو . حبیب وویل چی نن یوه تاریخی ورځ ده . خو د دې پریکړه لیک امضا کونکو حیرانتیا وښودله چی افغانستان تر بل هر هېواد د دې ناولو ماینونو قربانی دی مګر د هغه بندول او تحریم یې لاسلیک نه کړ . د خوشه ای بمونو د بندښت منتظم ( تامس نش ) وویل چی : افغانستان د امریکا تر سخت فشار لاندی و ، که افغانستان د دې فشار په وړاندی درېدلی وای نو نورو به هم دا کار کړی وای . خو څېړونکي معتقد دي چی کابل د خپلو اتباعو د دې سترو قربانیو په مقابل کی سیاسی تړاوونو ته ترجیح ورکوی او دا ثابتوی چی تر خپلو خلکو امریکایان ورتېر دي .
خو د نیو یارک ټایمز د خبر له مخی کابل په وروستیو شېبو کی د بشری حقوقو او نورو خیریه څانګو د مسلسلو خواهشونو په نتیجه کی حاضر سو چی دا پریکړه لیک امضأ کړی .