یه ربړېدلیه، یه خوږمن انسانه!
دا دومره لوی ښکلی جهان ستا دی
دا نعمتونه انعامونه ستا دي
دا زمکه ستا ده، دا اسمان ستا دی
٭٭٭٭
د خدای حسین او بې مثال تخلیقه!
ولي دي ستا وقار تر پښو لاندي شي؟
یو څوک دي ولي ستا رتبه ووژني؟
ستا شرف دي ولي تر ګرځو لاندي شي؟
٭٭٭٭
درنه یو سوال کوم د خدای خلیفه!
پر تا دا پراخ جهان تنګ کړی چا دی؟
څوک دي چي ستا په عظمت لوبي کوي؟
دا استحصال درله راوړی چا دی؟
٭٭٭٭
یه انسانانو، یه اشرف مخلوقه!
ستاسو په منځ کي امتیاز د څه دی؟
دا عقیده، ژبه او نسل څه دي؟
د دښمنیو دا انداز د څه دی؟
٭٭٭٭
دا جهان هیڅ ډول سرحد نه لري
څوک دي چي میني په سرحد وتړي؟
څوک دي چي حسن ته زنځیر واچوي؟
او نظرونو ته یو حد وتړي؟
٭٭٭٭
دغه جهان د انسانانو کور دی
دا د انسان د اشتراک وطن دی
دې کي غلام شته نه بادار شته دی
دا یو ازاد او یو خپلواک وطن دی
٭٭٭٭
یه پردې پراخه زمکه مېشتو خلکو!
ستاسو د خېر او شر مانا یوه ده
ستاسو د اوښکي، ویني رنګ یو دی
ستاسو د مرګ او ژوند ادا یوه ده
٭٭٭٭
په دغه خاوره کی ټول رزق پټ دی
دا تاسو وږي او نهر ولي یاست؟
ولي کړېږﺉ یوې ټوک ډوډۍ ته؟
دا در په در کډي په سر ولي یاست؟
٭٭٭٭
د ژوند اصول دا دی دستور یې دا دی
چي هر څه وي خو په شریکه به وي
ټول مظلومان به سره یو مټی وي
د هر ظالم په خلاف کړیکه به وي
٭٭٭٭
د چا محنت د خرڅ لپاره نه دی
موږ دلته داسي تجارت نه منو
چي سرماې ته پکي ژوند ورکوي
داسي اُمت او امامت نه منو
٭٭٭٭
دا یوه چیغه مو منشور او آئین
چي د دنیا ټول انسانان یو دي
د محنت هیڅ جغرافیه هم نشته
په شرق او غرب کي مزدوران یو دي
٭٭٭٭
دا چي ولاړ دي پر لاشونو زموږ
دا محلونه ړنګول غواړي
دا چي رسېږي تر اسمانه پوري
دا هسک سرونه پرېستل غواړي
٭٭٭٭
زموږ مقصد د امتیاز ختمول
زموږ هدف د مساواتو قیام
غواړو د هر انسان په وینه کي موږ
د انقلاب د روایاتو قیام
٭٭٭٭
پاڅه ځپلیه خواریکښ انسانه
لا د یو څو درندو راج دی دلته
چي د مزدور د ویني خوند پېژني
په سر د هغو خلکو تاج دی دلته
٭٭٭٭