والوزه شاهين شه لا تر څو به کړې کرواړې
جګ شه اسمانو ته قافېلې در ځېنې لاړې
رقيب په خو کارو شه کړه ودانې ټولې شاړې
وطن د ټول برباد دی که يې ته ترقي غواړې
ځان د کړه سمبال په علم او پوهې که بيا وياړې
تاريخ لرې اوچت او د پلرو د هڅکې غاړې
هر چا ته غوږ مه نيسه او هم د جينګې داړې
مخ د شولو سور او په دا غبرګو سترګو ژاړې
په دې حالت چې ته يې خپل پردي درکوي ځېاړې
حامد دی تل حېران چې دا په څه باندې ته وياړې
والوزه شاهين شه لا تر څو به کړې کروړې
جګ شه اسمانو ته قافېلې درځينې لاړې
حامد الوتاند د ٢٠٠١کال د اپرېل د مياشتې ١٢مه