د اسوشیټیډ پریس د خبر له مخی برازیل او پاکستان موافقه کړې چی هغه هېواد به پر پاکستان ۱۰۰ عصری هوایی راکټونه پلوری . دا راکټونه په جټ الوتکو کی نصب کیږی او رادارونه په نښه کوی . د دې راکټونو قیمت ۸۵ ملیونه یورو ( ۱۰۷ ملیونه ډالره ) دی .
د یو بل خبر له مخی چی رویټر ورکړی نن د صوبه سرحد په مومند ایجنسی کی یو ځان وژونکي خپل موټر د پوځی قطار سره وجنګاوه او درې پوځیان او یو لاروی یې ووژل .