کور / تازه خبرونه / برتانیه عصری جاسوسی طیارې رالیږی

برتانیه عصری جاسوسی طیارې رالیږی

اسوشیټیډ پریس د انګلستان د « ډېلی ټلګراف » ورځپاڼی په حواله خبر ورکوی چی برتانیه غواړی ډېر ژر درې هغه عصری جاسوسی الوتکي افغانستان ته راولیږی چی د دوولس کیلو متره ارتفاع څخه پر مځکه یو سړی یا خلک له نږدې ګوری او معلوموی یې چی هغوی وسلې لری که یا . د دفاع وزارت وویل چی دغه عصری طیارې پنځه کسه عمله لری او ۹ ساعته مسلسل پرواز کوی او په څلوېښت زره فټه ( ۱۲ کیلو متره ) ارتفاع کی الوزی . نطاق زیاته کړه چی دغه الوتکی ۳۰۰ کیلو متره مربع ساحه تعقیبوی او د دښمن تر کشفولو وروسته به ځمکنیو قواوو ته خبر ورکړی او یا به یې په هوایی حمله سره ووژنی . دوې دغسی الوتکی عراق ته هم لېږل سوي دي . منبع زیاته کړه چی په دغو پنځو الوتکو ۸۶۰ ملیونه پونډه مصرف سوی دی . خو څېړونکي په دې عقیده دي چی افغانستان د ناټو د ډول ډول وسلو د ازمویلو یو مفت او بې څښتنه لابراتوار ګرځېدلی دی .