د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په غټ سرلیک کې د امریکا د منتخب ولس مشر بارک اوباما په حواله لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان د سرحدي سیمو ترهګرو د نړۍ امنیت له ګواښ سره مخ کړې دې.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې له ایران نه د افغان کډوالو د شړلو مسله راغستې او د ژمي په سړو کې د ایران دا کار غندلې دې.
ورځپاڼې په یو بل مطلب کې د اسټرلیا د دفاع د وزیر په نقل لیکلي دي چې د هند د ممبي ښار حملې په افغانستان اغیزې لري.
د انیس دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ د حضور په اړتیا تبصره کړې او لیکلي دي چې د ترورزم په وړاندې باید ګډه مبارزه وشي.
ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو بل مطلب کې د افغان ولس مشر د ویاند په حواله لیکلي دي چې پاکستان باید افغانستان ته د ترورستانو د راتګ په مخنیوي کې همکاري وکړي.
د ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په سر کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ په استناد لیکلي دي چې په افغانستان کې د اوباما تګ لاره بریالۍ نده.
ورځپاڼې د همدې مخ په یو بل سرلیک کې د نیوزویک اونیزې د یو څیړنیز رپورټ په استناد لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د غلطو وسایلو او چلند نه کار اخلي.
په ورځپاڼه کې د ناټو د قومندان دا څرګندونې هم راغستل شوي چې ویلي بهرني ځواکونه له قومي جرګو سره اړیکې ټینګوي.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د ولسي جرګې د یو غړي په حواله لیکلي دي چې ممکن په ملي شورا کې دننه چاودنه وشي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د بادغیس ولایت په وروستۍ پیښې تبصره کړې چې پکې د ملي اردو او ملي پولیسو یو شمیر سرتیري وژل شوې او لیکلي دي چې د ولس مشر باید پدې اړه ځواب ووايي.
په ورځپاڼه کې دا خبر هم خپور شوې چې د بادغیس ولایت د غورماچ ولسوالۍ په لار کې د یو تښتول شوي افغان انجنیر مړې موندل شوې دې.
د پیمان نا دولتي ورځپاڼې د سیمه ایزو او نړیوالو مسایلو په اړه د پاکستان دریځونو ته په اشارې د یو پخواني امریکايې چارواکي په نقل لیکلي دي چې پاکستان یو نړیوال سرخوږې دې.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د هند د ممبي ښار حملې څیړلي او پوښتنه يې کړې چې دا حملې د چا لخوا شویدي.
د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو او پیښو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د زیاتولو مسله راغستې خو لیکلي دي چې دا کار باید د افغان ځواکونو د روزنې بهیر ټکنې نکړي.
خو اصلاح بیا لیکلي دي چې د ممبیي پیښو وښودله چې ترورزم په سیمه کې ژورې ریښې لري.
او د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرې په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې د هند او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې د سیمې د ثبات لپاره ډیرې مهمې دي.
ورځپاڼې د اعدامونو د لغوه کولو لپاره د شوې غوښتنې په ځواب کې د ولس مشر کرزي د ویاند په حواله لیکلي دي چې حکومت مکلف دې چې د محاکمو پریکړې عملي کړي.
او ورځباڼې په یو بل څیړنیز مطلب کې په افغانستان کې د نړیوال ماموریت مسله راغستې او هغو تیروتنو ته يې ګوته نیولې چې ددغه ماموریت په ترڅ کې پیښې شویدي.